ليبيا کې بيزو دوه قومونه څلور ورځې سره وجنگول

لیبیا

د عکس سرچینه، Guardian

د عکس تشریح، د ډګروال قذافي د واکمنۍ له ړنګېدلو راهیسې سبها سیمه هم د تاوتریخوالي ډګر ده.

د بريتانيا چاپ گارډين ورځپاڼې په ليبيا کې د دوو مخالفو قومونو ترمنځ يوې خونړۍ شخړې ته کتنه کړې چې د يوې بيزو له امله رامنځته شوې او پکې ١٦ تنه وژل شوي او ٥٠ نور ټپيان شوي دي.

د لیبیا په جنوبي ښار سبها کې ځايي رسنۍ د سيمې د اوسېدونکو له خولې وايي، جگړه هغه مهال رامنځته شوه چې دريو تنکيو ځوانانو د ښوونځي پر يوې زده کوونکې په کور کې روزل شوې بيزو خوشې کړه.

د سیمې یوه اوسېدونکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، بېزو د نجلۍ پړونى تروړلى او وروسته يې د قوم(اولاد سلیمان) غړو په غچ کې د مخالفې غاړې(قدادفه قبیلې) درې تنه او بیزو ووژل.

د نوموړي په خبره، شخړه تر دریمې او څلورمې ورځې وغځېدله چې پکې د ټانکونو او توغنديو په گډون درنې وسلې وکارول شوې.

"اوس هم په سيمه کې خورې ورې ډزې کېږي او د نښتې په ځای کې ژوند په ټپه ولاړ دى."

لیبیا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په لیبیا کې هم ځینې خلک بیزوګانې روزي.

د سها روغیتايي مرکز ویاند هم د یکشنبې په ورځ وویل، چې په دغه نښته کې د وژلو شویو ۱۶ کسانو مړي او ۵۰ ټپیان ور وړل شوي دي.

"په نښته کې ښځې او ماشومان هم ټپیان شوي او د نورو افریقايي هېوادونو وګړي هم پکې وژل شوي دي".

په لیبیا کې د ډګروال معمر قذافي د واکمنۍ له پرځېدلو راهیسې د دغه هېواد د نورو سیمو په څېر په سبها کې هم نښتې روانې دي.

قدادفه او اولاد سلیمان قبیلې په دغه سیمه کې ځواکمن وسلوال اړخونه دي.

د ليبيا حکومتي چارواکو لا په دې تړاو څه نه دي ويلي.