هند کې کلیوالو د بيزو په مړینه سرونه وخرېیل

هند کې نږدې ۲۰۰ کلیوالو د خپل ځايي عباتځای د بیزو د مړینې په ویر کې خپل سرونه وخرېیل.
دغه بیزو له سپیو نه د تېښتې په هڅه کې په یوه ډنډ کې د ډوبېدو له امله ومړه.
کلیوالو د بدمرغۍ له وېرې د مړې شوې بیزو جنازه ترسره کړه او د هندو مذهب د دود پر بنسټ یې وسوځوله.
د دې تر څنګ د بیزو د مړینې په غم کې ۷۰۰ نورو کلیوالو خپلې ږیرې وخرېیلې.
هندوان بیزوګانې سپېڅلې ګڼي او په هند کې د بیزو خدای (هنومان) په نوم عبادتځایونه هم شتون لري.
په عمومي ډول انځورونو کې داسې ښودل کېږي چې هنومان د انسان بدن، د سور رنګه بیزو مخ او یوه لکۍ لري.
هندوان په دې عقیده د بیزوګانو عبادت کوي چې دوی له وېرې او ګواښ لرې ساتي.
بدمرغي
ځايي اوسېدونکي میتهون پټیل وویل مړه شوې بیزو د هند د مرکزي ایالت مدهیا پردیش د ډکاچیا کلي د هندوانو په یوه کوچني عبادتځای کې له یوې بلې بیزو سره یوځای اوسېدله.
بیزو د سپتمبر پر ۲مه ډوبه شوه او کلیوال یې بله ورځ مړی وموند.
ښاغلي پټیل وویل: "په کلي کې د یوې بیزو مړینه د بدمرغۍ خبره ده. موږ وېره درلوده چې ښايي دغه مړینه موږ ته د بدبختۍ یا طبیعي ناروین لامل شي".

د عکس سرچینه، BBC World Service
"ځکه نو موږ د بیزو د اروا د پخلا کولو پرېکړه وکړه چې په کلي کې مو کوم مصیبت را نه شي".
د بیزو له سوځولو وروسته کلیوالو سړو د ویر په توګه خپل سرونه او ږېرې وخرېیلې.
یوه ډله کلیوال د هند سپېڅلي ښارګوټي هریدوار ته هم ولاړل چې هلته د بیزو ایرې د ګنګا په سپېڅلي سیند کې وبهوي.
ښاغلي پټیل وویل د مړینې پر ۱۱ ورځ د دودیزې دعا غونډه او خوړو پروګرام یوه ورځ وځنډول شو چې یکشنبې سره سمون وخوري او ماشومان هم په کې ګډون وکړای شي.
د خوړو او دعا په دغه غونډه کې چې ۲۵۰۰ ډالر لګښت یې درلود د څلورو څنګلورو کلیو زرګونو نورو اوسېدونکو هم ګډون درلود.
ښاغلي پټیل وویل چې د غونډې لګښت کلیوالو په غاړه اخیستی و.








