د طبیعي ژوند عکاسي: د انځر لپاره د بیزو لټون جایزه وګټله

بندر

د عکس سرچینه، Tim Laman

د اندونیزیا یو اورینګوتان نسله بېزو یوې دنګې ونې ته په دې تمه خېژي، چې ښايي انځر په کې ومومي او همدغه تصویر د ۲۰۱۶ کال د طبیعي ښکلا عکاسۍ په سیالي کې د جایزې لپاره غوره شوی دی.

دغه تصویر امریکايي عکاس ټیم لین د اندونیزیا په نیشنل پارک ګونګ پلانګ کې د هغې کامېرې په وسیله اخیستی، چې د ریموټ له لارې کنتورلیده.

د کامېرې ځای پر ځای کولو لپاره عکاس خپله هم اړ و، چې دغې دنګې ونې ته وخېژي او د همدې زړورتیا له کبله د هغه تصویر غوره بلل شوی دی.

ښاغلي ټیم له بي بي سي سره خبرو کې وویل، چې د دغه تصویر په اړه یې له کلونو راهیسې غوره کاوه. ' لومړی مې بیزو پسې کتل، چې څه کوي. ونو ته به وخوت او د انځر له خوړلو وروسته به په خپله ته، وروسته خپله ونې ته ختم او هلته مې درې کامېرې ځای پر ځای کړې. بیزو بیا ونې ته راغی او ما له کامېرو نه تصویرونه واخیستل، چې دغه یو یې په زما په کې خوښ شو. '

کوا پیڑ پر

د عکس سرچینه، Gideon Knight

کم عمره عکاسانو کې د سږ کال لپاره د بریتانیا ۱۶ کلن ګډیون نایټ دغه تصویر ته ورکړل شو، چې د لندن په ولینټاین پارک کې اخیستل شوی دی. تصویر کې یو کارغه د ونې پر ښاخ ناست دی او چاپیریال د سپوږمۍ له رڼا ډک دی. د غورواي کمېټې لويس بلیک ویل وايي، دغه موضوع نوې نه ده، خو بیا یې په کې یو نوی والی لیدل کېږي او هنري اړخ هم مهم دی.

هغه وايي ' نه پوهیږم، چې ګډون دغه هنر مطالعه کړی که نه، خو داسې ښکاري، چې د کمپوز او هنر بې کچې وړتیا لري او په دومره کم عمرۍ کې خو دا هنر رښتیا د ستایلو دی. '

گلی کی بلی

د عکس سرچینه، Nayan Khanolkar

دغه تصویر د ښاري برخې لپاره اتنخاب شوی دی، چې ' د کوڅې پېشو ' نوم ورکړل شوی دی. دغه تصویر هندي عکاس نیین کهنالوکر د ممبۍ ښار څنډو په هفه سیمې کې اخیستی، چې سنجې ګاندهي ملي پارک ته نږدې ده. د دغې سیمې کوڅو ته کله نا کله شپې مهال له پارک نه پړانګان راځي، چې له انسانانو سره مخامخ کېږي. نوموړي تر میاشتو پورې د دغه تصویر اخیستو ته انتظار کاوه. له دې معلومیږي، چې څنګه د انسانانو ډېرېدونګي استوګنځي د ځناورو سیمو پورې په خپرېدو دي.

آئل ریفائنری

د عکس سرچینه، Jesús González Ahumada

دغه تصویر د اسپانیا د یوې صنعتي سیمې دی، چې د نفتو پاکولو یوه کارخانه په کې لیدل کېږي. له شور او زوږه د ډکې دغې سیمې هوا ککړه او ګروپونه یې روښان وي. که تصویر ته په غور وکتل شي پر یوه لوړه ستن د مرغانو ځاله وینو او دغه راز د تصویر په کیڼ اړخ کې لاندې هم مرغان وینو. بوان بسوس ګنزالز دغه تصویر هغه مهال اخیستی، چې یو توپان کارخانې ته د نږدې کېدو په حال کې و.

line
لومڑی

د عکس سرچینه، Sam Hobson

د ښاري عکاسي برخه کې ګیدړان مهمه موضوع بلل کېږي. سیم هابنز دغه تصویر د بریتانیا په برسټل سیمه کې اخیستی. که یوه لور ته د تصویر لپاره ځای موندلو څو اونۍ وخت ونیو، نو بل لور ته د ګیدړې باور تر لاسه کول هم اسانه چاره نه وه. دغه ګیدړه ماښام مهال پر یوه دیوال کېناسته.

جیلی فش

د عکس سرچینه، Angel Fitor

د ډایینګ اف لایټ نومي دغه تصویر اینجل فتور اخیستی. دا بې هډوکو ژوندي موجوداتو برخه کې غوره تصویر بلل شوی. یو جیلي فیش د اسپانیا سویلي سمندر په هغه برخه کې وینو، چې اوبه په کې لږ دي. فتور د دغه تصویر اخیستو لپاره درې کاله هلې ځلې کړې.

کیٹکن

د عکس سرچینه، Valter Binotto

د ایټالیا شمال کې د هېزل کیټکن نومي بوټي دغه تصویر والټر بنټو اخیستی، چې د بوټو برخه کې غوره تصویر بلل شوی دی. تصویر کې د هېزل پر بوټي نر او ماده دواړه ډوله ګلونه لیدل کېږي او هڅه شوې، چې یو ځای وښوول شي. هر دغه ډول بوټی نژدې ۲۴۰ نر ګلونه نیسي او ماده برخه یې د یوې کوچنۍ ګېډۍ په توګه معلومیږي.

چھپکلیاں

د عکس سرچینه، Paul Hilton

د پال هیلټن دغه تصویر د طبیعي ژوند فوټو ژورنالیزم برخه کې لومړی ځای ګټلی دی، چې د پینګولن پټ نوم ورکړل شوی دی. تصویر کې نژدې څلور زره کنګل شوي پینګولن لیدل کېږي، چې قاچاقي توګه له سماترا نه د چین او ویتنام بازارونو کې د پلور لپاره لېږدول کېدل، چې چارواکو ونیول.