عراق کې '۲۰۰ کردۍ ایرانۍ ښځې' د داعش پر ضد جنګېږي

موصل

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، په کرامه سیمه کې هم د جګړو رپوټونه ورکړل شوي دي

د عراق امنیتي ځواکونه د موصل ښار یوې بلې څنډې ته په ننوتو بریالي شوي دي.

موصل ښار له دوو کلونو راهیسې د اسلامي دولت نومې ډلې په ولکه کې دی. عراقي ځواکونه ادعا کوي، چې د الزهره سیمې ته رسېدلي او اوس یې د دغې سیمې ۹۰ سلنه برخه په واک کې ده.

ځانګړي ځواکونه د سیمې په لارو کوڅو کې د داعش ډلې له وسله والو سره په جګړه بوخت دي. بل لور ته ملګري ملتونه وايي، د موصل په ښار او شاوخوا کې د اسلامي دولت نومې ډلې د جنایتونو رپوټونه په ډېرېدو دي.

ملګرو ملتونو له دې مخکې هم د هغو رپوټونو له کبله، چې ګواکې داعش وسله والو ډله ییزې وژنې کړې او ملکي ښاریان یې د ډال په توګه کاروولي، اندېښنه څرګنده کړې.

بل لور ته د جمعې پر ورځ د هغو ګاډو کاروان د ښار ختیځ کې یو کمپ ته رسېدلې، چې له جګړې تښتېدلي سلګونه ملکي کسان په کې وو.

موصل

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د پنجشنبې په ورځ ایرانۍ کردي مېرمنې موصل ته نژدې د داعش ډلې خلاف په جګړې بوختې وې

په دغه کمپ کې د بي بي سي کارین الین وايي، له دغو کسانو ډېری داسې دي، چې له تېرو دوو کلونو راهیسې، چې موصل د داعش ډلې ولکې کې وو، له خپلو کلیو نه دي وتلي.

د امریکا متحدو ایالتونو په مشرۍ د حکومتي او کردي ځواکونو د اکتوبر په ۱۷ نېټه د موصل بېرته نیولو لپاره، چې د امریکا په مشرۍ د هوايي ځواک ملاتړ ورسره و، پراخ برید پیل کړ.

د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، چې نژدې ۲۰۰ ایراني کردي ښځو د موصل په شاوخوا کې د داعش خلاف جګړې کې برخه اخیستې. دغه ښځې اوس په جګړه کې د هغو ۶۰۰ وسله والو برخه ده، چې د کردستان خپلواکۍ نومې ګوند اړوند دي. له دوی نه یوه مېرمن کارین ویلي:

موصل

د عکس سرچینه، BULENT KILIC

د عکس تشریح، موصل ته نژدې یوه پنډغالي ته له جګړو تښتېدلي ملکي کسان روان وو

'' موږ له هغو سړیو سره اوږه په اوږه له هغو سره جګړه کوو، چې زموږ د وروڼو پر ضد جنګېږي. موږ له یوه بل سره همکاري کوو او له هر ډول شوني ګواښ نه د خپلې خاورې ژغورنې لپاره ګډ کار کوو. ''

بل لور ته د ملګرو ملتونو ادارې ' یو این ایچ سي ار ' د جمعې په ورځ د موصل په شاوخوا کې د نورو جنایتونو په اړه ثبوتونه وړاندې کړي دي.

د دغې ادارې چارواکي وايي، داعش ډلې خپل هغه ۵۰ ملګري وژلي، چې تښتېدلي وو او زیاتوي، چې د دغې ډلې وسله والو ښايي ۱۸۰ حکومتي کارکونکي هم وژلي وي.