تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
عراق کې '۲۰۰ کردۍ ایرانۍ ښځې' د داعش پر ضد جنګېږي
د عراق امنیتي ځواکونه د موصل ښار یوې بلې څنډې ته په ننوتو بریالي شوي دي.
موصل ښار له دوو کلونو راهیسې د اسلامي دولت نومې ډلې په ولکه کې دی. عراقي ځواکونه ادعا کوي، چې د الزهره سیمې ته رسېدلي او اوس یې د دغې سیمې ۹۰ سلنه برخه په واک کې ده.
ځانګړي ځواکونه د سیمې په لارو کوڅو کې د داعش ډلې له وسله والو سره په جګړه بوخت دي. بل لور ته ملګري ملتونه وايي، د موصل په ښار او شاوخوا کې د اسلامي دولت نومې ډلې د جنایتونو رپوټونه په ډېرېدو دي.
ملګرو ملتونو له دې مخکې هم د هغو رپوټونو له کبله، چې ګواکې داعش وسله والو ډله ییزې وژنې کړې او ملکي ښاریان یې د ډال په توګه کاروولي، اندېښنه څرګنده کړې.
بل لور ته د جمعې پر ورځ د هغو ګاډو کاروان د ښار ختیځ کې یو کمپ ته رسېدلې، چې له جګړې تښتېدلي سلګونه ملکي کسان په کې وو.
په دغه کمپ کې د بي بي سي کارین الین وايي، له دغو کسانو ډېری داسې دي، چې له تېرو دوو کلونو راهیسې، چې موصل د داعش ډلې ولکې کې وو، له خپلو کلیو نه دي وتلي.
د امریکا متحدو ایالتونو په مشرۍ د حکومتي او کردي ځواکونو د اکتوبر په ۱۷ نېټه د موصل بېرته نیولو لپاره، چې د امریکا په مشرۍ د هوايي ځواک ملاتړ ورسره و، پراخ برید پیل کړ.
د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، چې نژدې ۲۰۰ ایراني کردي ښځو د موصل په شاوخوا کې د داعش خلاف جګړې کې برخه اخیستې. دغه ښځې اوس په جګړه کې د هغو ۶۰۰ وسله والو برخه ده، چې د کردستان خپلواکۍ نومې ګوند اړوند دي. له دوی نه یوه مېرمن کارین ویلي:
'' موږ له هغو سړیو سره اوږه په اوږه له هغو سره جګړه کوو، چې زموږ د وروڼو پر ضد جنګېږي. موږ له یوه بل سره همکاري کوو او له هر ډول شوني ګواښ نه د خپلې خاورې ژغورنې لپاره ګډ کار کوو. ''
بل لور ته د ملګرو ملتونو ادارې ' یو این ایچ سي ار ' د جمعې په ورځ د موصل په شاوخوا کې د نورو جنایتونو په اړه ثبوتونه وړاندې کړي دي.
د دغې ادارې چارواکي وايي، داعش ډلې خپل هغه ۵۰ ملګري وژلي، چې تښتېدلي وو او زیاتوي، چې د دغې ډلې وسله والو ښايي ۱۸۰ حکومتي کارکونکي هم وژلي وي.