اولمپیک ۲۰۱۶: د افغانستان لومړنۍ سیالي

نن پنجشبې د اګست ۱۱مه د ریو اولمپیک سياليو کې افغانستان لومړنۍ سیالي تر سره کوي.
افغان لوبغاړی محمد توفیق بخشي چې د دغو سياليو په پرانېسته کې یې د افغانستان بېرغ لېږدولی و، د جوډو په برخه کې سیالي کوي.
دا د ۱۰۰ کیلوګرامه وزن جوډو سیالي ده چې افغان لوبغاړی به په کې له پورتګالي جورج فونیسکا سره مخامخېږي.
دا د جوډو سیالیو لومړنی پړاو دی چې په ګټلو سره به يې لوبغاړی نورو پړاونو ته لار مومي او د مډال کټلو چانس یې ډېرېږي.
د افغانستان له خوا په دغو اولمپيک سياليو کې درې لوبغاړي برخه اخلي، چې دوه نارينه او يوه ښځينه ده. کيميا يوسفي به د ښځینه وو او عبدالوهاب د نارينه وو په ۱۰۰ متره ځغاسته او دغه راز محمد توفيق بخشي د ۱۰۰ کیلو ګرامه وزن جوډو کې د افغانستان لپاره خپل بخت وازمويي.

د عکس سرچینه، GETTY IAMGES
افغان لوبغاړي په دې نه وو توانېدلي چې په خپل مټ اولمپيک سياليو ته لار پيدا کړي، د اولمپيک کمېټې افغان لوبغاړو ته د ځانګړي يا سپين کارډ له مخې په دغو سياليو کې د برخې اخیستو اجازه ورکړې وه.
افغانستان له ۱۹۳۶ کال راهیسې ۱۲ ځله د اولمپیک نړیوالو دوبنیو لوبو کې ګډون کړی، چې له هغې ډلې یې په ۲۰۰۸ او ۲۰۱۲ کلونو سیالیو څخه دوه د ژېړو يا برونزو مډالونه ترلاسه کړي، خو تر دې دمه یې په ژمنیو اولمپیک لوبو کې ګډون نه دی کړی.





