"که د روسیې پلويان تاوتریخوالی وکړي لوبډله به له سیالیو وایستل شي"

د عکس سرچینه، Getty
د اروپايي فوټبال ټولنه (يو، ايي، اېف، اې) وايي که د ۲۰۱۶ کال اروپا فوټبال اتلوليو کې د روسۍ لوبډلې پلويان د تاوتريخوالي او زور زياتي په پېښو کې برخه واخلي، دغه لوبډله به له روانو سياليو وايستل شي.
د اروپا فوټبال ټولنې، اروپايي اتلوليو کې د روسيې لوبډلې د پلويانو د ناوړه چلنده له امله دغه هېواد نژدې ۱۷۰ زره ډالره جريمه کړی هم دی.
څو ورځې وړاندې د روسيې او انګلستان فوټبال لوبډلو د پلویانو تر منځ په فرانسه کې نښتې شوې وې.
فرانسوي چارواکي يو شمېر هغه شکمن کسان چې په دغه تاوتريخوالي کې يې برخه اخيستې له فرانسې څخه وباسي.
کرملين د روسيې او انګلستان لوبډلو د پلويانو تر منځ په مارسي کې د پېښو شویو نښتو او تاوتريخوالي غندنه کړې.
د غه جرمانه د هغه تاوتريخوالي او شخړو له امله پرې لګېدلي چې د لوبغالي په دننه کې شوې دي.




