د افغانستان پرمختیايي او حبیب بانک لوبډلو د دویمې ورځې حال

د عکس سرچینه، Afghan Cricket Board
- Author, خوشحال تایب
- دنده, بي بي سي کابل
د افغانستان د پرمختیايي او پاکستان حبیب بانک لوبډلو ترمنځ د څلور ورځنۍ لوبې په دویمه ورځ حبیب بانک لوبډلې خپلې منډې ۵۰۷ ته ورسولې.
افغان پرمختیايي لوبډلې د دویمې ورځې تر پایه د دوو لوبغاړ په له لاسه ورکولو ۲۲۵ منډې جوړې کړې.
د حبیب بانک په لوبډلې کې امام الحق د ۱۳۱ منډو په جوړولو ناسوځېدلی پاتې شوی، دغه راز نعمان انور هم ۱۳۰ منډې جوړې کړې.
د افغانستان له لوري ظاهر خان ښه وځلېد او د سیالې لوبډلې شپږ لوبغاړي یې وسوځول.
د افغانستان پرمختايي لوبډلې د سر دوه لوبغاړي ژر وسوځېدل، خو جاوید احمدي له ناصر جمال سره یو ښه او اوږده ملګرتیا کړې. جاوید احمدي ۱۱۸ او ناصر جمال د ۶۲ منډو په جوړولو نا سوځېدلي پاتې دي.
افغان پرمختايي لوبډله د اتو ویکټو په لرلو سره لا هم ۲۸۲ منډو ته اړتیا لري، چې د حبیب بانک لوبډلې منډې ور پوره کړي.




