شاهد اپريدی د ۲۰ اووريزو سیالو له کپټانۍ لاس په سر شو

د عکس سرچینه، AFP
د کرېکټ نړيوالو ۲۰ اووريزو سياليو په ترڅ کې د پاکستان ټيم د خرابو لوبو وروسته شاهد اپريدي د ۲۰ اووريزو سياليو کپټانۍ د پرېښودو اعلان کړی دی.
شاهد اپريدي د يکشنبې په ورځ (۳ اپرېل) د خواله رسنيو پر وېبپاڼه ټوېټر دغه اعلان کړی دی.
نوموړي ليکلي "زه نن په پاکستان او نړۍ کې خپلو مينه والو ته وايم چې په نړيوالو ۲۰ اووريزو سياليو کې د پاکستان کرېکټ لوبډلمشر په توګه له خپلې دندې د ګوښه کېدو پرېکړه مي کړې ده.
د شاهد اپريدي له خوا په دغه اعلان کې نوموړي د پاکستان د کرېکټ بورډ او د هغه د مشر شهريار خان "مننه" کړې او ويلي يې دي "دا زما لپاره د فخر خبره ده چې د خپل هېواد له خوا د کرېکټ په دريو برخو کې مې مشري کړې ده".
د کرېکټ په اسيا کپ او نړيوالو ۲۰ اووريزو سياليو کې د پاکستان لوبډلې کومې ځانګړې لاسته راوړنې نه درلودې او ښې لوبې يې نه وې ترسره کړې چې له امله يې یو شمېر کسانو د دغې لوبډلې د روزونکي وقار يونس او لوبډلمشر د استعفا غوښتنه کړې وه.
په هند کې د ترسره کېدونکو نړيوالو ۲۰ اووريزو سياليو د ۱۰ غوره لوبډلو په پړاو کې پاکستان يوازې بنګله دېش ته ماته ورکړې وه.
شاهد اپريدي ويلي غواړم زه د پاکستان او د نورو ليګونو لپاره لوبه وکړم.




