شاهد اپريدی د کرکټ له يو ورځنيو لوبو لاس په سر شو

د عکس سرچینه، AFP
د پاکستان کرېکټ ټيم لوبغاړی شاهد اپريدي وویل چې له ۲۰۱۵ کال وروسته به د يوه ورځنيو لوبو لاس په سر شي
له رسنيو سره په خبرو کې شاهد اپريدي وویل چې نه غواړي په ټيم باندې بوج ووسي او زياته يې کړه چې د خپلو پرېکړو صلاحيت لري او غواړي له ۲۰۱۵ کال وروسته له يو ورځنيو کرېکټ لوبو لاس په سر شي.
شاهد اپريدي وويل دی به شل اوريزې لوبي کوي او کوښښ به وکړي چې خپلې ښه لوبې ته ادامه ورکړي. اپرېدي زياته کړه له ۲۰۱۵ کال وروسته به هم په ۲۰ اوريزو لوبو کې د پاکستان ټيم سره لوبېږي.
د چټکو منډو جوړولو له کبله شاهد اپريدي ته د بوم بوم اپريدي لقب ورکړل شو او ده په يوه ورځينو لوبو کې ۳۴۲ تر ټولو زياتې شپږيزې جوړې کړې دي

د عکس سرچینه، AFP GETTY
شاهدي اپريدي په ۱۹۹۶ کې د کرېکټ په نړيوالو لوبو کې د سريلانکا پر وړاندې په ۳۷ توپونو تر ټولو په چټکه سليزه جوړه کړه.
۳۴ کلن شاهد اپريدي په ۳۸۹ يوه ورځنيو ، ۲۷ ټېسټ او ۷۷ شل اوريزو لوبو کې لوبېدلی دی او په يوه ورځنيو لوبو کې يې۳۹۱ وېکټې اخيستې او ۷۸۷۰ منډې يې جوړې کړې دي.
اپرېدي وویل دی غواړي نړيوالو لوبو کې د ۴۰۰۰ وېکټو او ۸۰۰۰ منډو ريکارډ جوړ کړي.




