هندوستان د اسيا کرېکټ اتلولۍ لومړنۍ لوبه وگټله

د کرېکټ اسيا اتلولۍ په لومړنۍ لوبې کې هندوستان لوبډلې بنگله دېش ته په ۴۵ منډو ماتې ورکړه.

نن بنگله دېش ټاس يا پچه وگټله او هندوستان ته يې د توپ وهنې بلنه ورکړه. د هند لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ١٦٧ منډو هدف وټاکلو، خو د بنگله دېش لوبډلې په ٢٠ اورونو کې يواځې ١٢١ منډو جوړولو وروسته وسوځېدله

د هندوستان له لوري روهيت شرما تر ټولو زياتې يعنې ٨٣ منډې جوړې کړې.

د بنگله دېش له لوري امين حسين تر ټولو زيات يعنې درې لوبغاړي وسوځول.

دا د دې سيالۍ لومړنۍ لوبه وه. دې لوبو کې له دغو دوو ټيمونو علاوه سريلانکا، پاکستان او متحده عربي امارات هم برخه لري