افغانستان د ۱۹ کلنو کریکټ کې زمبابوې ته ماتې ورکړه

د عکس سرچینه،
د ۱۹ کلنو کرېکټ لوبغاړو په نړیوالو اتلولیو کې افغان لوبډلې له زمبابوې په پنځو ویکټو لوبه وګټله، چې په دې سره افغانستان نهم مقام خپل کړ.
زمبابوې په ۵۰ اورنو کې افغانستان ته د ۲۱۷ منډو هدف ورکړ، چې افغانستان دا هدف په ۴۷ اور کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړ.
په دې سیالیو کې د افغانستان لوبډلې او زمبابوې ته ماتې ورکړې.
په لوبډله کې طارق ستانکزي په زړه پورې ۱۰۶ ناسوځېدلې منډې وکړې.
راشد ارمان هم ۵۵ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.
طارق ستانکزی کیڼ لاسی لوبغاړی دی، چې وړاندې یې د پاکستان او نیوزیلنډ پروړاندې هم پنځوسیزې کړې وې.
ستانکزي په شپږو لوبو کې د ۶۷ په اوسط ۲۶۹ منډې وکړې.




