افغانستان د ۱۹ کلنو سیالۍ کې نوي زیلنډ ته ماتې ورکړه

د عکس سرچینه،

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د نولس کلنو نړیوال جام سیالیو نهم او لسم مقام لپاره د ځانګړو سیالیو په اوږدو کې د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې نولس کلنو لوبغاړو د نوي زیلنډ ملي نولس کلنې لوبډلې ته ماتې ورکړه.

پچه د نوي زیلنډ لوبډلې وګټله چې د سیالۍ په ۴۵ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې افغان لوبډلې د ۱۳۶ منډو هدف وټاکه.

افغان لوبغاړو ورکړل شوی هدف د سیالۍ په ۲۸ اورونو کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره بشپړ کړ او لوبډلې ته یې د اتو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

د افغان لوبډلې شمس الرحمن او راشد ارمان درې درې، طارق او ضيا الحق دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

د لوبې د غوره لوبغاړي ډالۍ طارق ته ورکړل شوه.

په پام کې ده، چې نولس کلنو لوبډله به د روانې فبرورۍ پر ۱۲ مې نېټې د زیمبابوې ملي نولس کلنې لوبډلې پر وړاندې د نهم مقام اخیستو لپاره سیالي وکړي.