کرېکټ: پاکستان افغانستان ته په شپږو وېکټونو ماتې ورکړه

د عکس سرچینه،
د بنګله دېش په سلهټ ښار کې د افغانستان او پاکستان ۱۹ کلنو نړیوال جام کرېکټ سیالیو کې پاکستان لوبډلې افغانستان ته په شپږو وکټونو ماتې ورکړه.
افغان لوبډلې پاکستاني سیالانو ته د ۱۲۷ منډو هدف وټاکه، چې پاکستان د څلورو وېکټو په زیان تر لاسه کړ.
د پاکستان له لوري ذیشان ملک، ۲۹، محمد عمر ۲۵ منډې وکړې او حسن محسن د ۲۸ منډو له جوړولو وروسته هم نه و سوځیدلی.
له دې مخکې ټاس یا پچه پاکستان وګټله او افغانستان ته یې د لوبې پیلولو بلنه ورکړه.
ټوله افغان لوبډله ۴۱ اعشاریه ۲ اوورنو کې د ۱۲۶ منډو له جوړولو وروسته وسوځېده.
د افغان لوبډلې له لوري کریم جنت او طارق ځلیدونکي لوبغاړي وو.
کریم جنت وتوانید په ۳۲ توپونو ۲۷ منډې تر لاسه کړي او د طارق ۷۶ توپونو لوبولو بدل کې 53 منډې تر لاسه کړې.




