۱۹ کلنو کرېکټ: افغانستان فيجي ته ماته ورکړه

د عکس سرچینه، ACB
د ۱۹ کلنو نړيوال جام سيالو په ترڅ کې افغان لوبډلې فيجي ته د ۲۲۶ منډو په توپير ماته ورکړه.
د نننۍ لوبې پچه فيجي لوبډلې وګټله او لومړی يې د توپ اچولو پرېکړه وکړه.
افغان لوبډلې په ۵۰ اوورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۳۴۰ منډې جوړې او فيجي ته يې د ۳۴۱ منډو هدف وټاکه.
له افغان لوبډلې کريم جنت ۱۵۶ منډې او پرويز ملکزي ۷۴ منډې جوړې کړي.
کريم جنت د نننۍ سيالۍ غوره لوبغاړۍ و نومول شو.
فيجي لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو په ۳۱ اوورونو کې يوازې ۱۱۴ منډې جوړې کړې او لوبه يې افغانستان ته وبايلله.
د افغان توپ اچوونکو له لوري نجات مسعود ۳، راشد ارمان ۳، مسلم موسی ۲ او ظاهر خان ۲ لوبغاړي وسوځول.




