کرېکټ: استراليا د ورځې-شپې لومړۍ ټيسټ لوبه وګټله

د عکس سرچینه، AFP
د استراليا او نوي زيلاند ترمنځ د کرېکټ په تاريخ کې د شپې– ورځې لومړۍ لوبه استراليا په دريو ويکټو وګټله.
د دغې پنځه ورځنۍ لوبې پر دريمه ورځ نوي زيلاند استراليا ته د سيالۍ ګټلو لپاره د ۱۸۷ منډو اسانه هدف وټاکه.
که څه هم د نوي زيلاند توپ اچوونکو دغه هدف د استراليا لپاره سخت کړ، خو استراليا بلاخره وتوانېده، چې د اوو لوبغاړو په له لاسه ورکولو لوبه په خپل نوم کړي.
استراليا د دريو ټيسټ کرېکټ سياليو دغه لړۍ دوه صفر وګټله.
دا د کرېکټ په تاريخ کې لومړی ځل و، چې ټيسټ لوبه نيمه د ورځې او نيمه په شپه کې په ګلابي رنګه توپ وشوه.
خو يو ورځنۍ او شل اووريزې لوبې لا له وړاندې نيمې د شپې او نيمې د ورځې کېږي، البته ځينې يې نه ټولې.

د عکس سرچینه، AFP
تمه ده دا وه چې د اډيليډ په لوبغالي کې چې څراغونه په کې لګېدلي وو، توپوهونکي به ښه وځلېږي، خو په اصل کې له دې لوبې توپ اچوونکو خوند واخيست.
په وروستۍ پاړۍ کې د نوي زيلاند تېز توپ اچوونکي د استراليا پنځه لوبغاړي وسوځول، خو لوبه يې و نه شوه ژغورلای.
تر دې وړاندې نوي زيلاند د لوبې پچه وګټله او پخپله يې د بېټنګ کولو پرېکړه وکړه او په لومړۍ پاړۍ/ اننګز کې يې ۲۰۲ منډې وکړې.
په لومړۍ پاړۍ کې استراليايي توپوهونکي هم ښه و نه ځلېدل، خو بيا هم له نوي زيلاند ۲۲ منډې مخکې شو.
په دويمه پاړۍ کې نوي زيلاند ۲۰۸ منډې وکړې، چې استراليا وکړای شو دغه هدف پوره او لوبه وګټي.









