د نوي زيلاند ښځينه کرېکټ لوبډلې لومړۍ ۲۰ اووريزه وګټله

د عکس سرچینه، sri lanka cricket
د نوي زيلاند د ښځو کرېکټ لوبدلې د دريو شل اووريزو کرېکټ سياليو په لومړۍ لوبه کې د سريلانکا د ښځو لوبډلې ته په ۱۰۲ منډو ماتې ورکړه.
د دواړو هېوادونو ترمنځ دغه لوبې په نوي زيلاند کې کېږي.
نوي زيلاند د لوبې پچه وګټله او پخپله يې د بېټنګ کولو پرېکړه وکړه.
د نوي زیلاند د ښځو لوبډلې په ټاکلو شلو اوورونو کې د دريو لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۸ منډې وکړې او سيالې لوبډلې ته يې د ۱۸۹ منډو هدف وټاکه.
د دغه هدف پوره کولو لپاره د سريلانکا لوبډلې پيل ښه نه و او يوازې د ۱۷ منډو په کولو يې درې لوبغاړي له لاسه ورکړي وو.
که څه هم د منځ لوبغاړو لوبه يو څه کابو کړه، خو ويې نه شوکړای هدف ته ځان ورسوي.
د سريلانکا د ښځو کرېکټ لوبډلې په ۲۰ اوورنو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو يوازې او يوازې ۸۶ منډې وکړې.
د دواړو هېوادونو د ښځينه کرېکټ لوبډلو ترمنځ پاتې دوه شل اووريزې لوبې د نومبر مياشتې په ۲۰ او ۲۲مه په نوي زیلاند کې ترسره کېږي.








