استراليا له نوي زيلاند نه لومړۍ ټيسټ لوبه وګټله

استراليا خپله لومړنۍ پاړۍ کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ۵۵۶ منډې وکړې او لوبه يې ختمه اعلان کړه

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، استراليا خپله لومړنۍ پاړۍ کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ۵۵۶ منډې وکړې او لوبه يې ختمه اعلان کړه

د اسټراليا لوبډلې د دريو ټيسټ کرېکټ لوبو په لومړۍ لوبه کې نوي زيلاند ته په پنځمه ورځ په ۲۰۸ منډو ماتې ورکړه او په دغه لړۍ کې ۱-۰ مخکې شوه.

استرالیا نوي زيلاند ته د دغې لوبې ګټلو لپاره د ۵۰۴ منډو هدف ورکړی و، خو ټوله لوبډله يې په ۲۹۵ منډو وسوځېده.

د لوبې په دويمه پاړۍ کې نيتن ليون درې، ميچل سټارک، هزل ووډ او ميچل مارش دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

تر دې وړاندې استراليا خپله دويمه پاړۍ په ۲۶۴ منډو ختمه اعلان کړه.

استراليا په لومړۍ پاړۍ کې تر نوي زيلاند ۲۳۹ منډې مخکې و، نو په دې حساب استراليا نوي زيلاند ته د ۵۰۳ منډو هدف وټاکه.

د استراليا له لوري په دويمه پاړۍ کې جو برنز د ۱۳ څلوريزو او ۴ شپږيزو پر مټ ۱۲۹ او ډېوېډ وارنر د ۸ څلوريزو او دوو شپږيزو پر مټ ۱۱۶ منډې وکړې.

د نوي زيلاند له لوري په دويمه پاړۍ کې مارک ګرېګ درې استراليايي لوبغاړي وسوځول او ټرينټ بولټ يو لوبغاړی وسوځاوه.

استراليا خپله لومړنۍ پاړۍ کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ۵۵۶ منډې وکړې او لوبه يې ختمه اعلان کړه.

نوي زيلاند په خپله لومړنۍ پاړۍ کې ۳۱۷ منډې وکړې.

د دغې لوبې پچه استراليا وګټله او پخپله يې د بېټنګ کولو پرېکړه وکړه.

د اسټراليا ډېوېډ وارنر د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.