افغانستان کې د کورني کرېکټ شپږیزې سیالۍ پیل شوې

کرېکټ په افغانستان کې یوازې یوه لوبه نه ده، بلکې کرېکټ دلته د ملي وحدت سمبول دی
نسیم الله دانش

د عکس سرچینه، AFP Getty

د عکس تشریح، کرېکټ په افغانستان کې یوازې یوه لوبه نه ده، بلکې کرېکټ دلته د ملي وحدت سمبول دی نسیم الله دانش

په افغانستان کې د کورني کرېکیټ شپږیزې سیالیو دریم پړاو رسماً په کابل کې پرانیستل شو.

په دغو سیالیو کې د افغانستان د بېلابېلو زونونو کرېکیټ لوبغاړي سیالۍ سره کوي.

ټاکل شوې لومړی لوبه د سې شنبې په ورځ ترسره شي.

د افغانستان کرېکیټ بورډ اداره وايي سږ کال به د شپږیزې ټورنامنټ د تېر په پرتله توپیر ولري او د بېلابېلو زونونو ځواکمن لوبغاړي به پکې لوبیږي.

د کرېکیټ بورډ مشر نسیم الله دانش په پرانیستونکو مراسمو کې وویل کرېکیټ یوازې لوبه نه ده بلکې افغانستان کې د یووالي او سولې نښه هم ده:

'' کرېکټ په افغانستان کې یوازې یوه لوبه نه ده، بلکې کرېکټ دلته د ملي وحدت سمبول دی، موږ د کرېکټ له لارې د سولې لپاره سره یو ځای کېږي اوانشاالله سولې ته په کار کوو.'' تېر کال د شپږیزو سیالیو اتلولي د مس عینک لوبډلې خپله کړې وه