د ۱۹ کلنو افغان کرېکټ لوبډله ماليزيا ته روانه شوې

د عکس سرچینه، Afghan Cricket Board
د افغانستان د ۱۹ کلنو ځوانانو کرېکټ لوبډله د اسيا په غوره ليګ سياليو کې د ګډون لپاره مالېزيا ته روانه شوې.
دغه سيالۍ به د دې هېواد په پلازمېنه کولالمپور کې ترسره کېږي.
په دغو سيالو کې د اسيا شپږ لوبډلې ګډون کوي چې د افغانستان او کوربه هېواد مالیزیا تر څنګ په کې د کویټ، نیپال، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو لوبډلې شاملې دي.
ويل کېږي دغه لوبې به د اګست په ۲۸ نېټه پيل او د سپټمبر ۳ پوررې دوام لري.
د افغانستان د کرېکټ بورډ وياند فريد هوتک بي بي سي ته وويل،افغان لوبډله د دغو سيالیو دفاعي اتله ده او تمه ده چې له خپلې اتلولۍ دفاع وکړي.




