د اروپا د فوټبال شورا مشر پلټیني ځان د فیفا مشرۍ ته نوماندوي

د عکس سرچینه، EPA
ټاکل شوې د اروپا د فوټبال شورا یا (یویفا) مشر، فرانسوی، مېشېل پلټیني، روانه اوونۍ د فوټبال نړیوالې شورا (فیفا) مشرۍ ته ځان نوماند کړي.
بي بي سي موندلې چې ښاغلی پلټیني د څلورو لویو وچو د کنفدراسیونونو د ملاتړ له لاسته راوړلو وروسته دغه پرېکړه کړې ده.
باور دی چې د یویفا مشر د اروپا د فوټبال کنفیدراسیون له ملاتړ پرته، د لاندې نورو فوټبال کنفیدراسیونونو ملاتړ هم له ځانه سره لري:
- سوېلي امریکا
- شمالي، مرکزي امریکا او کارابیین
- او په ځانګړې ډول اسیا
که د پورتنیو کنفیدراسیونونو ټولې شوراګانې ښاغلی پلټیني ته رایه ورکړي نو دی به ټولټال ۱۴۴ رایې لاسته راوړي چې د فیفا د مشرۍ لپاره کافي دي.
خو ګومان نه کېږي چې داسې به وشي ځکه د فوټبال ځینې شوراګانې ښايي سیال نوماندان ولري او یا کېدای شي هېڅ رایه ور نه کړي.

د عکس سرچینه، BBC World Service
سره له دې، تمه ده چې ښاغلی پلټیني د رایو اکثریت لاسته راوړي.
ټاکنې به د فیفا د غړو شوراګانو په یوه بېړنۍ غونډه کې د راتلونکي میلادي کال د فبرورۍ پر ۲۶مه د سویټزرلنډ په زیوریخ کې ترسره شي.
ښاغلی پلټیني چې ۶۰ کاله عمر لري، په خپل لوبیز ژوند کې د یووینټس فوټبال کلب په استازیتوب لوبه کړې.
اوسمهال د سویټزرلنډ ۷۹ کلن سیپ بلټر له ۱۹۹۸ کال راهیسې د فیفا مشري په غاړه لري.
ښاغلی بلټر د فوټبال د نړیوال فدراسیون پر لوړپوړو چارواکو د اداري فساد له تورونو وروسته له دندې د ګوښه کېدو اعلان کړی دی.








