افریقايي فوټبال لوبغاړي په قاچاقي ډول اسیا ته لېږدول کېږي

د فوټبال د نړیوال فدراسیون (فیفا) د قوانینو پر بنسټ یو لوبغاړی تر ۱۸ کلنې پورې د یوه بهرني هېواد کلب ته نه شي لېږدول کېدای.
د عکس تشریح، د فوټبال د نړیوال فدراسیون (فیفا) د قوانینو پر بنسټ یو لوبغاړی تر ۱۸ کلنې پورې د یوه بهرني هېواد کلب ته نه شي لېږدول کېدای.

بي بي سي موندلې چې د افریقا د فوټبال تنکي لوبغاړي چې ځینې یې یوازې ۱۴ کاله عمر لري، په قاچاقي ډول اسیا ته لېږدول کېږي او هلته پرې په جبري ډول د لوبو قراردادونه لاسلیکېږي.

د بي بي سي پلټنې کې په ډاګه شوې چې د کم عمر شپږ لوبغاړي اوس هم د لاوس له چمپسک یونایټیډ کلب سره دي، وروسته له هغه چې دغه کلب په فبرورۍ کې له لوېدیځي افریقا د کم عمر ۲۳ لوبغاړي وارد کړل.

د فوټبال د نړیوال فدراسیون (فیفا) د قوانینو پر بنسټ یو لوبغاړی تر ۱۸ کلنې پورې د یوه بهرني هېواد کلب ته نه شي لېږدول کېدای.

د سوېلي ښار پکسې چمپسک یونایټیډ کلب دغه تورونه ردوي.

د فیفا یوه ویاند بي بي سي ته وویل: "پر دغه مسله د مالوماتو را ټولولو او پلټنې لپاره فیفا له ګڼو غړو ټولنو سره په اړیکه کې ده".

داسې ادعا شوې چې نوی جوړ شوی کلب چمپسک یونایټیډ چې د لاوس په غوره لیګ کې لوبېږي، اراده لري په راتلونکې کې د دغو لوبغاړو د پېرلو له لارې ګټه لاسته راوړي.

دغه کلب په روان سیزن کې د ۱۴ او ۱۵ کلونو په عمر تنکي لوبغاړي لوبولي چې د فیفا له قوانینو څرګنده سرغړونه ده.

د لایبیریا یوه ۱۴ کلن لوبغاړي کیسلي کمارا چې د غوره لیګ په یوه سیالۍ کې یې ګول وکړ، وايي، هغه باندې په زوره شپږ کلن قرارداد لاسلیک کړای شوی دی.

په قرارداد کې ورسره د معاش او استوګنځي ژمنه شوې وه خو کمارا وايي، معاش نه دی ورکړل شوی او اړ و چې د نورو راغلو لوبغاړو په څېر د کلب په لوبغالي کې خوب وکړي.

کمارا چې اوس بېرته خپل هېواد لایبیریا کې د یوه کلب په استازیتوب لوبه کوي وویل: "زموږ حالت ډېر خراب و، په یوه خونه کې ۳۰ کسان ویده کېدل".