امریکا له سویټزرلنډه د فیفا نیول شوي چارواکي غوښتي

د عکس سرچینه، AP
د امریکا متحدو ایالتونو له سویټزرلنډه غوښتي، د فوټبال نړیوال فدراسیون هغه اووه پخواني چارواکي وروسپاري چې مې میاشت کې نیول شوي وو.
د سویټزرلنډ قضایي فدرالي اداره وايي، ځايي پولیس به د فیفا مشرتابه پلاوي پخوانیو چارواکو د لېږد په غوښتنلیکونو پرېکړه وکړي.
نوموړې اداره وايي، دوی بیا د غبرګون(اپيل) لپاره ۱۴ ورځې وخت لري.
دغه کسان د میلیونونو ډالرو بډو راکړې ورکړې شکونو له کبله نیول شوي وو.
دغو کسانو کې د شمالي او مرکزي امریکا لپاره د شورا د مشر مرستیال جیفري ویب هم شامل دی.
په مخکنیو رپوټونو کې راغلي وو، چې د سویټزرلنډ پولیسو د فوټبال د نړیوال فدراسیون (فیفا) ځینې لوړپوړي مشران په زوریخ ښار کې نیولي دي.
د رپوټونو له مخې، د فساد قضیه کې دغه تورن کسان امریکا ته د محاکمې لپاره د استولو په موخه نیول شوي وو.
په نیول شویو کسانو کې د فیفا د مرستیال جیفري وېب نوم هم راغلی و.
جیفري وېب د شمالي امریکا او کاربين حوزې د فیفا د کنفدراسیون مشري پرغاړه درلوده. ویل شوي چې د فیفا د فساد قضیه د دغه سازمان د تېرو ۲۰ کلونو اړونده ده.

د عکس سرچینه، AFP








