د فیفا د کمپیوټرونو ډېټاوې سویس ته وسپارل شوې

د عکس سرچینه، Getty
د فوټبال نړیوال فدراسیون د خپلو کمپیوټرونو یوه برخه ډېتاوې یې سویسي چارواکو ته سپارلې دي.
دغه ډېټاوې په دې موخه پولیسو ته د هغو سیالیو په اړه د څېړنو په موخه سپارل شوې چې د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۲ کالونو نړیوالو جامونو د تر لاسه کولو سیالیو کوربه توب لپاره تر سره شوې وي.
بي بي سي دا پتیلې ده، چې دغه ډېتاوې په زوریخ کې د فیفا په دفترونو کې ضبط شوې دي چې د دغه سازمان د مشر سپ بلاتر دفتر هم په کې شامل دی.
فیفا ویلي، چې په بشپړه توګه به له چارواکو سره مرسته کوي.
د سویس پولسو تېره میاشت ویلي و، د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۲ کلونو د نړیوال جامونو د روسیې او قطر په تړاو د د سیالیو د کوربه توب څېړي.
د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۲ کلونو نړیوال جامونو کوربتوب لپاره د ۲۰۱۰ کال دسمبر کې د فیفا ۲۲ اجرایوي غړو د یوې پټې رای اچونې له لارې روسیه او قطر ټاکلي وو.
محکمه
د امریکا فدرال پولیس اېف بي آی هم په فیفا کې د فساد په اړه څېړنه کوي.
د امریکا محکمې تر اوسه ۱۴ کسان تورن کړي، چې ۹ تنه یې د فیفا پخواني کارکوونکي دي.
ګمان کېږي، چې دغه معلوماتي ډېټاوې د فیفا د منشي جروم والکه له دفتره او د دغه سازمان مالي مدیر مارکوس کاتنر معلومات د سویس پولیس په واک کې ورکړل شوي دي.
فیفا په دې ټينګار کوي، چې خپله د څېړنو د پیل مشرۍ کوله او د سویس د قاضي په خبره په دې څېړنه کې خپله فیفا ''اغیزمن'' اړخ دی.
دغه څېړنې په روسیې او قطر کې د نړیوال جام په تړاو د مالي سرچینو پر مدیریت څرخي.
دغه دوه هېوادونه هر ډول سرغړونه ردوي.

د عکس سرچینه، Reuters
د ۲۰۲۶ کال د کوربتوب لپاره ټاکنې ځنډول شوې. ښاغلي والکه د چهارشنبې په ورځ وویل، په داسې حالت کې ټاکنې کومه معنی نه لري.
که دا ټاکنې نه وای ځنډول شوې د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام کوربه هېواد ټاکلو لپاره به د ۲۰۱۷ کال مې میاشت کوالالمپور ښار کې کېدای شي رای اچونه شوې وای.
د دې ټاکنو لپاره اوسمهال امریکا پیاوړې کاندیده ښکاري خو باور دی کاناډا، مکسیکو او کولمبیا هم کوربتوب ته لېواله دي.
ښاغلي بلاتر ویلي، د فیفا له مشرۍ نه به لاس په سر شي.
تمه کېږي چې ځای ناستی به یې د دسمبر په ۱۶ وټاکل شي.

د عکس سرچینه، Reuters








