'د فیفا مخکیني مرستیال له مصر ۷ میلیون ډالر بډې غوښتې وې'

د عکس سرچینه، AFP
د مصر د فوټبال د اتحادیې مخکیني مشر ویلي، د فیفا مخکیني مرستیال جک وارنر په ۲۰۱۰ کال له مصر نه د فوټبال د نړیوالو اتلولیو د کوربه توب په مقابل کې اوه میلیون ډالر غوښتي وو.
الدهشوري حرب رویټرز خبري اژانس ته ویلي، وارنر دا پیسې په دې پلمه غوښتې وې، چې لاتینه امریکا کې یې د بې وزله ټولنو په منځ کې د فوټبال د پراختیا پر چارو ولګوي.
بل خوا، په امریکا کې د ''فیفا'' د مخکیني مرستیال مشر جک وارنر اړوندې هغې قضیې په اړه پلټنه کوي، چې د هایټي زلزلې ځپلو په پلمه یې د مرستې پیسې په بډه وهلې دي.
بي بي سي ته ویل شوي، امریکايي کارکوونکي د فیفا له پیسو د ناوړه ګټې اخیستنې د هغې قضیې څېړنه کوي، چې ګني د فیفا مخکیني مرستیال مشر جک وارنر د هایټي د زلزلې ځپل شویو کسانو د مرستې لپاره ځانګړې شوې پیسې په خپله ګټه کارولې دي.
د ۲۰۱۰ کال په جنورۍ کې، د ریختر په کچه ۷ درجې زلزلې هایټي سخت ویجاړ کړ او زرګونه کسان یې ووژل. په بله میاشت ښاغلي وارنر دغه د فیفا له لوري دغه هېواد ته رسمي سفر وکړ، چې هم مهاله ورسره د جنوبي کوریا د فوټبال ټولنې او فیفا له زلزله ځپلو سره د نژدې یوه میلیون ډالر مرستې ژمنه وکړه.
د امریکايي کارکوونکو په وینا، د فیفا په اړه په تحقیقاتو کې، دغه پیسې چې د جک وارنر په لاس کې وې، تر ځایه ونه رسېدې، خو څلور کاله وروسته اوس هم ددغو کوم څرک نه لګېږي.
د څېړنیزې قضايي ډلې یوې نژدې سرچینې بي بي سي ته ویلي، دوی د وارنر اړوند پنځه اویا بانکي اکونټونو (ګڼونونو) په اړه څېړنې کوي، خو نوموړي منلې ده چې امکان لري د فیفا میلیونونه ورک شوي ډالر هېڅکله ونه موندل شي.
دوی وايي، جک وارنر د رینیداد او توباګو اوسېدونکی دی چې په دې هېواد ښه شهرت هم لري.
پر همدې مهال، د ترینیدا او توباګو لوی څارنوال ګاروین نیکولاس ژمه کړې چې د زلزلې ځپلو په پلمه د پیسو د اختلاس دا موضوع به ارومرو وڅېړي.
ښاغلي نیکولاس بي بي سي ته وویل: ''زما په اند، که چېرې جک وارنر رښتیا هم د هایټي مرسته په بډو وهلې وي، دا یو ډېر ناوړه جنایت دی او له چارواکو هیله لرم چې ددغو پیسو د موندلو لپاره له خپل ټول وس نه کار واخلي''.

د عکس سرچینه، American Red Cross
د امریکا قضايي چارواکو مالي فساد کې د ښاغلي وارنر د جلب امر کړی و، خو نوموړي تر دې دمه دا ټول تورونه رد کړي دي.
تېره میاشت د امریکا قضايي چارواکو د فیفا د اوسنیو او پخوانیو څوارلسو چارواکو د فساد او د نژدې دوه سوه میلیون ډالرو د بډو په تړاو د دوسیو څېړل پیل کړل.
جک وارنر هم له مشکوکو غلو څخه ګڼل کېږي چې نړیوالو پولیسو یې د نیولو امر کړی و.
پر همدې مهال، امریکا کې د فیفا د تورنو مشرانو د دوسیو څېړلو سربېره، د سویس قضايي چارواکو هم د فوټبال د ۲۰۱۸ او ۲۰۱۱ کلونو د نړیوالو اتلولیو د غوراوي پرمهال د روسیې او قطر د کوربه توب په تړاو د رشوت ورکولو د قضیو څېړل پیل کړي دي.
ددغو تورونو له کبله د فیفا مخکینی مشر سپ بلاټر له پنځم ځل مشر ټاکل کېدو وروسته استعفا کولو ته اړ شو.
پر جک وارنر دا تور هم دی، چې ګني د ۲۰۱۰ کال د فوټبال اتلولیو لپاره یې د مصر د کوربه توب ټاکلو لپاره اوه میلیون ډالر بډې اخیستې دي، او د بي بي سي د راپور له مخې، نوموړي دیارلس میلیون نور هغه ډالر هم په بډو وهلي، چې د سوېلي افریقا، د افریقايي ټبره وګړو په منځکې د فوټبال لوبې د دودولو لپاره فیفا ته ورکړي وو.
۷۲ کلن جک وارنر تر ۲۰۱۱ کال پورې د فیفا مرستیال مشر او د شمالي امریکا د فوټبال د اتحادیو د کنفدراسیون مشر پاتې شوی.
نوموړی په ۲۰۰۷ کال د ترینیداد او توباګو د پارلمان وکیل او له ۲۰۱۰ تر ۲۰۱۳ پورې ددغه هېواد د امنیت وزیر و.

د عکس سرچینه، AFP








