اېف بي آی له بلاټر نه د فساد په تړاو تحقیقات کوي

د عکس سرچینه، AFP
امریکايي رسنیو ویلي، د فوټبال د نړیوال فدراسیون "فیفا" له مشر سپ بلاټر نه د فساد او بډو د قضیو په تړاو په امریکا کې پوښتنې ګروېږنې کېږي.
دا خبر وروسته د فیفا له مشرۍ نه د ښاغلي بلاټر له استعفا کولو څو ساعته وروسته خپور شو.
وړاندې امریکایي څارنوالانو په سویس کې د فیفا د اوو لوړپوړو چارواکو د نیولو امر کړی و، خو په فساد کې د فیفا ۱۴ چارواکي ښکېل ګڼل شوي.
ښاغلی بلاټر د تېرې جمعې په ورځ د پرله پسې پنځم ځل لپاره د فیفا مشر وټاکل شو.
د سپ بلاټر استعفا
د فوټبال نړیوال فدراسیون مشر سپ بلاټر له خپلې دندې د استعفا کولو اعلان کړی.
نوموړي داسې مهال د استعفا کولو اعلان کړی، چې له یوې اونۍ راهیسې په فساد کې د فیفا د ځینو ښکېلو چارواکو د دوسیو څېړل دوام لري.
۷۹ کلن بلاټر څو ورځې وړاندې د پنځم پرله پسې ځل لپاره د فیفا مشر وټاکل شو.

د عکس سرچینه، BBC World Service
هغه د فیفا له کانګرسه د بېړۍ غونډې جوړولو غوښتنه کړې، چې "ژر تر ژره" نوی مشر وټاکي.
ښاغلي بلاټر په یوه لنډه خبري غونډه کې وویل: "د فیفا ټول غړي یوځل د فوټبال د نړیوال فدراسیون د مشر په توګه زما پر ټاکلو یوه خوله نه دي".
سپ بلاټر له تېرو ۱۷ کلونو راهیسې د فیفا مشر پاتې شوی، خو د نوي مشر د ټاکلو په اړه یې ویلي: "کانګرس به د مې پر ۱۳مه، په مکسیکو کې غونډه وکړي چې خپل نوی مشر وټاکي. زه له اجرايي کمېټې غواړم زما د ځای ناستي ټاکلو لپاره بېړنۍ غونډه وکړي".
اټکل کېږي چې د فیفا بېړۍ کمېټه د ۲۰۱۵ کال د دسمبر او د ۲۰۱۶ کال د مارچ میاشتو ترمنځ موده کې جوړه شي.
ښاغلی بلاټر خبریالانو ته دا هم ویلي: "ما په دقت سره د مشرۍ او همدارنګه د خپل ۴۰ کاله عمر په اړه سوچ وکړ، ډېر کلونه له فیفا سره نژدې پاتې شوم".
په فیفا کې مالي رسوايي د تېرې چارشنبې په ورځ هغه مهال رامنځ ته شوه، چې د سویس پولیسو د فیفا اوه لوړپوړي غړي د زوریخ په یوه لوکس هوټل کې ونیول.
دغه اوه واړه کسان د فیفا د مشر ټاکلو په ټاکنو کې د کانګرس غونډه کې دګډون لپاره هلته تللي وو.
دا نیونه د امریکا د فدرالي پولیسو په غوښتنه شوې ده، چې د فیفا ۱۴ چارواکي د بډو اخیستو، درغلیو او د پیسو په لېږد تورن شوي.
د امریکا فدرالي پولیس وايي، د فیفا له ۱۵۰ میلیون ډېر ډالر په بډو وهل شوي.

د عکس سرچینه، Getty








