جنوبي افریقا: "د نړیوال جام کوربه توب لپاره مو بډې نه دي ورکړي"

جنوبي افریقا دا ادعاوې رد کړي چې ګواکې د ۲۰۱۰م کال د فوټبال نړیوالو اتلولیو د کوربه توب ویاړ تر لاسه کولو لپاره د فیفا چارواکو ته ۱۰ مېلیون ډالره بډې ورکړي.
د جنوبي افریقا د ورزش وزیر فېکي اېم بالولا وویل دغه پیسې چې په اړه یې له دوی پوښتنې شوي، اصلآ په کرابین ټاپو کې د افریقايي نژاده اوسېدونکو لپاره د فوټبال لوبې اسانتیاوو په برابرولو لګېدلي.
د فوټبال نړیوال فدراسیو فیفا قضیه تېره اونۍ هغه وخت رامنځته شوه چې امریکايي څارنوالانو ۱۴ کسان چې اووه یې د فیفا چارواکي و په بډو او فساد تورن کړل.
د فیفا په دغو تورنو چارواکو کې د دغه فدراسیون دوه پخواني مرستیال مشران هم شامل دي.
امریکايي رسنیو ویلي، د فوټبال د نړیوال فدراسیون "فیفا" له مشر سپ بلاټر نه د فساد او بډو د قضیو په تړاو په امریکا کې پوښتنې ګروېږنې کېږي.
دا خبر وروسته د فیفا له مشرۍ نه د ښاغلي بلاټر له استعفا کولو څو ساعته وروسته خپور شو.
ښاغلی بلاټر د تېرې جمعې په ورځ د پرله پسې پنځم ځل لپاره د فیفا مشر وټاکل شو.
د سپ بلاټر استعفا

د عکس سرچینه، AFP
د فوټبال نړیوال فدراسیون مشر سپ بلاټر له خپلې دندې د استعفا کولو اعلان کړی.
نوموړي داسې مهال د استعفا کولو اعلان کړی، چې له یوې اونۍ راهیسې په فساد کې د فیفا د ځینو ښکېلو چارواکو د دوسیو څېړل دوام لري.
۷۹ کلن بلاټر څو ورځې وړاندې د پنځم پرله پسې ځل لپاره د فیفا مشر وټاکل شو.
هغه د فیفا له کانګرسه د بېړنۍ غونډې جوړولو غوښتنه کړې، چې "ژر تر ژره" نوی مشر وټاکي.
ښاغلي بلاټر په یوه لنډه خبري غونډه کې وویل:
"د فیفا ټول غړي یوځل د فوټبال د نړیوال فدراسیون د مشر په توګه زما پر ټاکلو یوه خوله نه دي"

د عکس سرچینه، Reuters
سپ بلاټر له تېرو ۱۷ کلونو راهیسې د فیفا مشر پاتې شوی، خو د نوي مشر د ټاکلو په اړه یې ویلي:
"کانګرس به د مې پر ۱۳مه، په مکسیکو کې غونډه وکړي چې خپل نوی مشر وټاکي. زه له اجرايي کمېټې غواړم زما د ځای ناستي ټاکلو لپاره بېړنۍ غونډه وکړي"
اټکل کېږي چې د فیفا بېړنۍ کمېټه د ۲۰۱۵ کال د دسمبر او د ۲۰۱۶ کال د مارچ میاشتو ترمنځ موده کې جوړه شي.
په فیفا کې مالي رسوايي د تېرې چارشنبې په ورځ هغه مهال رامنځ ته شوه، چې د سویس پولیسو د فیفا اوه لوړپوړي غړي د زوریخ په یوه لوکس هوټل کې ونیول.








