سویسي بانکونو "د فیفا حسابونو په اړه اندېښنه ښوولې وه"

ښاغلي لوبر وویل دا امکان هم شته چې د پلټنو په موخه د فیفا له مشر سیپ بلټر سره نورې خبرې وشي.

د عکس سرچینه، ap

د عکس تشریح، ښاغلي لوبر وویل دا امکان هم شته چې د پلټنو په موخه د فیفا له مشر سیپ بلټر سره نورې خبرې وشي.

د سویس لوی څارنوال مایکل لوبر ویلي سویسي بانکونو د فوټبال د نړیوال فدرایسیون (فیفا) په بانکي حسابونو کې د مشکوک فعالیت راپور ورکړی و.

ښاغلي لوبر وویل اداره یې د فساد په تړاو پلټنو کې اوسمهال د فیفا "یوه ډېره اندازه" لاسته راغلي مالوماتو پر څېړلو بوخته ده.

نوموړي وویل دا امکان هم شته چې د پلټنو په موخه د فیفا له مشر سیپ بلټر سره نورې خبرې وشي.

پلټنې د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۲ کلونو فوټبال نړیوال جامونو کوربتوب غوښتنې بهیر کې په ممکنه ډول د جرمي کړنو په اړه کېږي.

د فیفا لوړپوړي چارواکي ډومنیکو سکالا وویل که د بډو شواهد لاسته راغلل، شونې ده چې روسیه او قطر د دغو نړیوالو اتلولیو د کوربتوب حق له لاسه ورکړي.

خو دغه دواړه هېوادونه دا ردوي چې ګنې په ناقانونه کړنو کې ښکېل وو.

د فیفا اداره وروسته له هغه د پراخ فساد له ادعاو سره مخامخه شوه چې سویسي پولیسو تېره میاشت د زیوریخ په ښار کې پر هغه هوټل چاپه واچوله چې د فیفا چارواکي په کې وو او پولیسو د دوی اووه لوړپوړي کسان ونیول.

دغه اووه کسان د امریکا د عدلیې وزارت په غوښتنه نیول شوي وو چې د فیفا پر ۱۴ اوسنيو او پخوانيو چارواکو یې د "پراخ، سیستماتیک او ژور" فساد تورونه لګولي دي.

ښاغلي بلټر پر ځان د هر راز غیر قانوني کړنو تور رد کړی او څو اوونۍ مخکې یې اعلان کړی و چې له دندې به استعفا کوي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ښاغلي بلټر پر ځان د هر راز غیر قانوني کړنو تور رد کړی او څو اوونۍ مخکې یې اعلان کړی و چې له دندې به استعفا کوي.

له دغو تورونو وروسته د امریکا څارګرې ادارې (ایف بي آی) د سترې پیمانې پلټنې پیل کړې.

تر اوسه د ایف بي آی پلټنو پرتله د سویسي پلټنو په اړه ډېر څه نه دي په ډاګه شوي.

ښاغلي لوبر یوه خبري کنفرانس ته وویل دوی د هغو ۵۳ بانکي اړیکو پر پلټنه بوخت دي چې د سویس د مالي څار ادارې په ګوته کړي وو.

نوموړي زیاته کړه: "موږ له پېچلو پلټنو سره مخ یو چې ډېرې نړیوالې پایلې لرلی شي. څار روان دی او وخت به نیسي. د فوټبال نړۍ باید له صبره کار واخلي، طبعي ده چې دغه پلټنې به د فوټبال د یوې لوبې له ۹۰ دقیقو زیات وخت ته اړتیا ولري".

"موږ پوهېږو او خوښ یو چې د سویټزرلنډ بانکونه خپلو مسولیتونو ته متوجه وو او د دغو شکمنو فعالیتونو په اړه یې راپور ورکړ".

ښاغلي بلټر پر ځان د هر راز غیر قانوني کړنو تور رد کړی او څو اوونۍ مخکې یې اعلان کړی و چې له دندې به استعفا کوي.