د خیبر پښتونخوا کرېکټ لوبډله کابل ته د سیالیو لپاره راځي

د عکس سرچینه، ICC
ټاکل شوې د خیبر پښتونخوا له دریو زونونو جوړه شوې د کرېکټ لوبډله د روانې مې میاشتې په وروستیو کې کابل ته ولاړه شي.
دوی به د افغانستان له الف او ملي لوبډلو سره شل اوریزې، یو ورځنۍ او څلور ورځنۍ لوبې وکړي.
دغه لوبډله د افغانستان د کرېکټ بورډ په بلنه کابل ته راځي او له وړاندې یې تیاری هم ورته نیولی دی.
دا لومړی ځل دی چې د یوه بهرني هېواد لوبغاړي د کریکیټ سیالیو په موخه کابل ته راځي.
د افغانستان د کریکیټ بورډ ویاند فرید هوتک بي بي سي ته وویل:
''د افغانستان د کرېکټ بورډ عمومي مشر نسیم الله دانش د خیبر پښتونخو د کرېکټ له چارواکو او لوبغاړو سره خبرې کړې او هغوی ته یې قناعت ورکړی، چې کابل ته راشي او له افغان لوبغاړو سره لوبې وکړي''.
د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، کابل ته به د خیبر پښتونخوا د کرېکټ لوبډلې مشري د پاکستان د ملي لوبډلې پیاوړی لوبغاړی یونس خان کوي.
کرېکټ بورډ وايي، کابل ته د پاکستاني لوبډلې راتګ به افغانستان ته د نړیوالو کرېکټ لوبډلو راتګ ته زمینه برابره کړي.
د افغانستان د کرېکټ بورډ اجراییوي مشر شفیق الله ستانکزی وايي، دا د ټولو افغانانو لپاره ویاړ دی، چې په لومړي ځل بهرني نړیوال لوبغاړي په کابل کې لوبه کوي.








