د افغانستان کرېکټ بورډ کورنۍ لوبې هند ته لېږدول غواړي

د افغانستان د کرېکټ بورډ اجرایوي مشر شفیق الله ستانکزي بي بي سي سره خبرو کې وویل چې غواړي د ملي لوبډلې کورنۍ لوبې له اماراتو نه هند ته ولېږدوي.
اوسمهال د امنیتي ستونزو له کبله افغانستان خپلې کورنۍ لوبې د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې ترسره کوي.
ښاغلي ستانکزي وویل د کرېکټ بورډ هڅه دا ده چې افغان ولسشمر محمد اشرف غني راتلونکې اوونۍ هند ته د خپل رسمي سفر پر مهال پر دغه موضوع له هندي چارواکو سره خبرې اترې وکړي.
نوموړي هند کې د لوبېدو اقتصادي ګټو ته په اشاره وویل افغان کرېکټ بورډ به وکولی شي د ملي لوبډلې د سیالیو دسپانسر کولو ښه تړونونه لاسته راوړي.
اجرايوي مشر زیاته کړه هند کې به لوبغاړي نه یوازې د خپلې تخنیکي لوبې ښه کولو فرصت ولري بلکې کرېکټ بورډ به د خپلې اداري وړتیا لوړولو چانس هم ولري چې څنګه کولی شي په ښه ډول د سیالیو مدیریت وکړي.
آی پي اېل کې د افغان لوبغاړو چانس
د هند کرېکټ غوره لیګ (آي پي ایل) لوبو کې د افغان لوبغاړو د لوبېدو په اړه ښاغلي ستانکزي وویل، د دغه لیګ هره لوبډله د یوه شرکت په توګه فعالیت کوي او په خپلو پرېکړو کې خپلواکه ده.
خو دوی زیاته کړه چې د آی پي اېل له یوه لوړپوړي چارواکي سره یې په دې اړه خبرې کړې او دا چې د روانو لوبو لپاره د افغان لوبډلې څو لوبغاړي په پام کې نیول شوي وو خو و نه ټاکل شول.

د افغانستان کورنۍ لوبې د هند کرېکټ لوبغالو ته د لېږدولو خبرې داسې مهال کېږي چې راتلونکی کال شل اوریز جام سیالۍ او په ۲۰۱۶ کال کې د اسیا جام سیالۍ په هند کې کېدونکې دي.
په دې تړاو ښاغلي ستانکزي وویل: "راتلونکې اسیایي جام سیالۍ او شل اوریز جام به زموږ د لوبغاړو لپاره ډېر مهم وي چې د آی پي اېل څښتنان په دې قانع کړي چې د افغانستان لوبغاړي هم خپلو لوبډلو ته غوره کړي".
"د هند کرېکټ بورډ د آی پي اېل لوبو لپاره د لوبغاړو په ټاکلو کې کوم ځانګړی رول نه لري. د افغان لوبغاړو ښه لوبه او د لیګ د ټیمونو د مدیریت پام په دې اړه مرسته کولی شي".
د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا هند کې به افغان لوبډله د هند له ملي لوبډلې سره د لوبېدو چانس ولري، نوموړي وویل، هند په راتلونکو څلورو کلونو کې د لوبو ډېر بوخت مهالویش لري.
"حتا که هند وغواړي هم، نو هغوی دومره بوخت دي چې و به نه شي کولی موږ ته له خپلې ملي لوبډلې سره د لوبېدو چانس راکړي".
خو ښاغلي ستانکزي وویل، دا شونې ده چې د هند کرېکټ بورډ په همکارۍ موږ له هغو لوبډلو سره سیالۍ وکړو چې هند ته سفر کوي.








