د ۲۰۱۵ کال آی پي اېل د شاه رخ خان لوبډلې له بریا سره پیل شو

کولکته نايټ رايډرز ټاکل شوی هدف په دريو وېکټو په اتلسم اور کې پوره کړ او لوبه يې وګټله.

د عکس سرچینه، PTI

د عکس تشریح، کولکته نايټ رايډرز ټاکل شوی هدف په دريو وېکټو په اتلسم اور کې پوره کړ او لوبه يې وګټله.

د ۲۰۱۵ کال د هند کرېکټ غوره لیګ آی پي اېل (انډین پریمیر لیګ) لومړۍ سیالۍ کې دفاعي اتل کولکته نايټ رايډرز لوبډلې ممبۍ انډينز ته پر ۷ وېکټو ماته ورکړه.

د کولکته نایټ رایډرز لوبډله چې د هندي سینما مشهور ستوری شاه رخ خان یې څښتن دی، په خپل کور کې لوبېده.

د لوبې پچه کولکته نايټ رايډرز وګټله او پرېکړه یې وکړه چې لومړی توپ اچونه کوي.

د دغو لوبو (ټورنمنټ) د پيل مراسمو ته پرون د هندوستان د سینما وتلي سندر غاړي او فلمي ستوري ورغلي وو او په کولکته کې يې دغه لوبې په خورا په زړه پورې سندرو پیل کړې.

په ممبۍ اينډينز لوبډله کې روهېت شرما چې د دغه لوبډلې کپتان هم دی، ۹۸ مڼدې جوړې کړې.

دغې لوبډلې د دريو لوبغاړو په سوځېدو سیالې لوبډلې کولکته نايټ رايډرز ته ۱۶۸ منډې هدف وټاکه.

خو کولکته نايټ رايډرز دغه هدف په دريو وېکټو په اتلسم اور کې پوره کړ او لوبه يې وګټله.

د کولکته ټیم سوريا کومار تر ټولو ډېرې شپږ شپږيزې ووهلې. دارنګه د يوسف پټان تېزو منډو هم د کولکته نايټ رايډرز د لوبډلې له بريا سره ډېره مرسته وکړه.

خو د لوبې تر ټولو غوره لوبغاړی د ممبۍ انډینز تېز بالر مورنې مورکل وګڼل شو.

نوموړي په په څلورو اورونو کې اتلس منډې ورکړې او دوه لوبغاړي يې وسوځول.

ټاکل شوې نن به د چنای سوپر کينګز او ډيلي ډېرډېولز لوبډلو ترمنځ د هند د چنای په لوبغالي کې لوبه کېږي.