په هندوستان کې د آی پي اېل لوبې

د هندوستان د ۲۰۱۵ کال د آی پي اېل "انډين پريمير ليګ" شل اوریزې لوبې نن (چار شنبه، د اپرېل اتمه) په دغه هېواد کې پيلېږي.
دغه لوبې به د هندوستان د ممبۍ، کولکته، ډیلي او پونې په ګډون په دولسو ښارونو کې ترسره شي.
د مهالوېش له مخې به دغه لوبې ۴۷ ورځې روانې وي او د نیمه پايلوبو او پايلوبې په ګډون به ۶۰ سيالۍ په کې وشي.
نن به لومړۍ لوبه په کولکته کې (د افغانستان پرمهال د ماښام پر ۷ بجو) د ممبۍ انډينز او کولکته نايټ رايډرز لوبډلو تر منځ ترهسره شي.
دغه لوبې هر کال په هندوستان کې يو ځل کېږي چې د دغه هېواد په ګډون يې په نړۍ کې ميليونونه مينه وال موندلې دي.
په دغو شل اوريزو لوبو کې يوازې د هندوستان لوبغاړي برخه نه لري، بلکې د نړۍ له بېلا بيلو هېوادونو پياوړي او وتلي لوبغاړي په کې ګډون کوي.
تر دې وړاندې، د آی پي اېل لوبې اووه ځلې ترسره شوې دي.
دغو لوبو ته لوبغاړي د نړۍ له مختلفو هېوادونو په ډېرو لوړو بېو پېرل کيږي.
نن به د لوبو د پيل مراسمو ته د هندوستان وتلي سندر غاړي او فلمي ستوري سندرې ووايي او خپل هنر به نندارې ته وړاندې کړي.
د دغو لوبو په اتو لوبډلو کې به ۱۲۳ لوبغاړي لوبېږي چې د ۲۰۱۴ کال ځېنې لوبغاړي په کې بدل شوې دي.

د شاه رخ خان په ګډون د هندوستان د سینما ځينې وتلې څېرې هم د دغو لوبډلو څښتنان دي.
دغه لوبې به د نړۍ په ۱۵ هېوادونو کې تلويزيوني چينلونه په ژوندۍ بڼه خپروي. د آی پي اېل لوبې په لومړي ځل په ۲۰۰۸ کال کې د هندوستان د کرېکټ بورډ له خوا پيل شوې.
دغه شل اوريزې لوبې په نړۍ کې د خپل ډول تر ټولو ډېر ليدونکي لري او اوس د کرېکټ په نړۍ او په ځانګړي ډول په هند کې په ېوې لويې سوداګرۍ بدلې شوې دي. له همدې امله په ۲۰۱۴ کال کې د دغو لوبو ارزښت ۳،۲ ميليارد ډالره اټکل شوی و.
تېر کال دغه لوبې د شاه رخ خان ټیم کولکته نايټ رايډرز ګټلې وې. په سږني سیزن کې لاندې اته لوبډلې برخه لري:
- چنای سوپر کېنګز
- ډیلي ډېرډېولز
- کېنګز اېلېون پنجاب
- کولکته نايټ رايډرز
- ممبۍ انډينز
- سنر رايزز حيدر اباد
- راجستان رويلز
- رويل چلنجر بنګلور








