"د چنای سوپر کینګز کرېکټ ټیم چارواکی درغلۍ کې ښکېل و"

محکمې د هند د کرېکټ بورډ مشر او د ګرونات میپن خسر، این شري نیواسن د خپل زوم د ژغورولو او د هغه د کړنو د پټولو په تور کې سپین بللی دی.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، محکمې د هند د کرېکټ بورډ مشر او د ګرونات میپن خسر، این شري نیواسن د خپل زوم د ژغورولو او د هغه د کړنو د پټولو په تور کې سپین بللی دی.

د هند سترې محکمې د هند کرېکټ غوره لیګ (آی پي ایل) لوبو د درغلۍ د تورونو په قضیه کې د چنای سوپر کینګز لوبډلې چارواکی (او د هند د کرېکټ بورد د مشر زوم) ګرونات میپن او د راجستان رایلز ټیم څښتن (او د هندي فلمونو لوبغاړې شیلپا شيټي خاوند) راج کوندرا ګرم بللي دي.

سترې محکمې په خپل ۱۳۰ مخیز راپور کې ویلي چې دغه دواړه کسان د هند کرېکټ غوره لیګ د شپږم سیزن د لوبو پر مهال په درغلۍ کې ښکېل وو.

خو محکمې د هند د کرېکټ بورډ مشر او د ګرونات میپن خسر، این شري نیواسن د خپل زوم د ژغورولو او د هغه د کړنو د پټولو په تور کې سپین بللی دی.

د هند کرېکټ غوره لیګ لوبو کې د درغلیو پلټنې د مودګل په نامه کمېټې ترسره کړې دي.

راج کوندرا کاروباري سړی او د بالیوډ سینما لوبغاړې شیلپا شيټي خاوند دی.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، راج کوندرا کاروباري سړی او د بالیوډ سینما لوبغاړې شیلپا شيټي خاوند دی.

دغې کمېټې په خپل رپوټ کې ویلي وو چې این شري نيواسن په درغلۍ کې ښکېل نه وو او نه یې هم په پلټنو کې د خنډ او ځنډ راوستلو هڅه کړې وه خو دا چې دی د یوه لوبغاړي د سپورتي اخلاقو په تړاو له سرغړونو خبر و.

مودګل کمېټې چې په لوبو کې د درغلۍ په تړاو د کومو کسانو په اړه پلټنې کړې وې، په دوی کې د این شري نیواسن او د هغه د زوم ګرونات میپن تر څنګ د هند کرېکټ غوره لیګ لوبو اجرایوي ریس سوندر رمن او د راجستان رایلز لوبډلې څښتن راج کوندرا شامل وو.

د شري نیواسن شرکت (انډیا سیمنټ) د چنای سوپر کینګز لوبډلې څښتن دی او ګرونات د دغې لوبډلې د چارواکو له ډلې دی.

د شري نیواسن شرکت (انډیا سیمنټ) د چنای سوپر کینګز لوبډلې څښتن دی او ګرونات د دغې لوبډلې د چارواکو له ډلې دی.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د شري نیواسن شرکت (انډیا سیمنټ) د چنای سوپر کینګز لوبډلې څښتن دی او ګرونات د دغې لوبډلې د چارواکو له ډلې دی.

د درغلۍ له تورونو وروسته، شري نیواسن په موقتي ډول له خپلې دندې ګوښه کړای شوی و او د راپورونو له مخې ده هغه مهال د بېرته راتلو هڅې کولې.

د هند کرېکټ غوره لیګ لوبو کې د درغلۍ تورونه ۲۰۱۳ کال کې مخې ته راغلي وو او په دې تړاو د هند تېز بالر سري سانت په ګډون د راجستان رایلز لوبډلې درې لوبغاړي د پولیسو له خوا نیول شوي وو.