اصغر ستانکزی د کرېکټ ملي لوبډلې نوی کپتان شو

د افغانستان کرېکټ بورډ نن په یوه خبري غونډه کې اعلان وکړ چې د ملي لوبډلې تجربه لرونکی بیټسمین اصغر ستانکزی یې د نوي کپتان په توګه ټاکلی دی.
نوموړی اوس د افغانستان په کرېکټ کې مشهوره څېره ده، چې له تېرو څو کلونو راهیسې یې د ملي لوبډلې جامې پر تن دي او د دغې لوبډلې لپاره لوبېدلی دی.
دا پرېکړه وروسته له هغه کېږي چې پخواني کپتان محمد نبي له خپلې دندې استعفا وکړه.
دغه راز ځوان توپ وهونکی جاوید احمدي د مرستیال کپتان په توګه ټاکل شوی دی.
اصغر ستانکزی لومړی ځل په ۲۰۰۴ کال کې د ۱۷ کلنو ځوانانو په لوبډله کې د افغانستان په استازیتوب ولوبېد او په همدې کال کې یې ملي لوبډلې ته هم لاره وموندله.
پنځه کاله وروسته نوموړی په ۲۰۰۹ کال کې د سکاټلنډ پر وړاندې د افغانستان په استازیتوب په لومړنۍ یو ورځنۍ سیالۍ کې ولوبېد.
ستانکزي د ۲۰۱۴ کال په مارچ میاشت کې د بنګله دیش پر وړاندې میچ ګټونکې ۹۰ ناسوځېدلې منډې وکړې او د یوه بشپړ غړیتوب لرونکي هېواد پر وړاندې یې د افغانستان لومړنۍ بریا کې مهم رول ولوباوه.
ستانکزي تر اوسه ۴۳ یو ورځنۍ لوبې کړې او په هره لوبه کې یې د منډو اوسط ۲۴،۴۳ دی، خو په ۲۰ اووریزو لوبو کې یې بیا اوسط ۱۹،۹۰ دی.
اصغر ستانکزی کله کله توپ اچونه هم کوي او تر اوسه یې ۲ وېکټې اخیستې دي.

دغه راز نننۍ غونډه کې د ټاکونکې کمېټې مشر دولت خان احمدزي د کرېکټ نړیوالې شورا انټرکانټیننټل (څلور ورځنیو لوبو) لپاره د ټاکل شوې لوبډلې نوملړ هم اعلان کړ چې د تجربه لرونکو لوبغاړو تر څنګ په کې د یو شمېر ځوانو او بااستعداده لوبغاړو نومونه هم تر سترګو کېږي:
توپ وهونکي:
اصغر ستانکزی، نوروز منګل، جاوید احمدي، رحمت شاه، حشمت الله شاهدي، نجیب ځدران، ناصر جمال، محب الله اوریا خیل، شبیر نوري،
الرونډران:
محمد نبي، سمیع الله شینواری، میرویس اشرف
بالران:
عزت الله دولت زی، فرید ملک، یامین احمدزی، دولت ځدران، حمزه هوتک، شرف الدین شرف
وېکټ ساتونکي:
افسر خان ځاځی، شهزاد محمدي
یاده دې وي چې پخواني کپتان محمد نبي عیسی خیل د خپلې استعفا لامل وروستۍ لوبې او ښه نه ځلېدل په ګوته کړي وو.








