کابل کې د 'میلیون' کریکټ سیالۍ پیل شوې

د عکس سرچینه، epa
د کریکټ د میلیون جام سیالۍ پرون پلازمېنه کابل کې د کریکټ د اتو لوبډلو ترمنځ پيل شوې. د تورنمنټپایله کې ګټونکې لوبډلې ته یو میلیون افغانۍ ورکول کېږي.
د افغانستان کریکټ بورډ وایي، د دې ډول تورنمنټونو اهمیت په دې کې دی چې ډېرو ځوانانو ته د ملي لوبډلې له لوبغاړو سره د لوبو او په پایله کې د دوی د ودې زمینه برابر وي.
د میلیون جام سیالۍ د اتو لوبډلو ترمنځ پيل شوې چې پرون څلور لوبډلو سیالي وکړه.
ان اف سي ټایلرس د پکتیا مشرانو په وړاندې ودریدل پایله ان اف سي تایلرس وګټله.
د ننګرهار غازیانو او د ایرو بازانو سیالي بیا د ایرو بازانو په ګټه پای ته ورسېده.
د افغانستان د کریکټ بورډ ویاند فرید هوتک وایي، تر دې مخکې هم هڅه شوې چې د خصوصي سکتور په هڅه دا ډول ګټور تورنمنټونه وشي.
انګیرنه دا ده، چې دا ډول تورنمټونه به د یوشمیر ځوانانو لپاره د دې زمینه برابره کړي چې د ملي لوبډلې له لوبغاړو سره د خپلې ودې په موخه لوبې وکړي.
دا تورنمنټ تشویقي بڼه لري او ټاکل شوې چې په پایله کې ګټونکې لوبډلې ته یو میلیون افغانۍ ورکړل شي.








