افغان کرېکټ لوبډلې خپله بریا د پنجشیر د قربانیانو په نوم کړه

د عکس سرچینه، Getty
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې له سکاټلند څخه د لوبې له ګټلو سمدستې وروسته، خپله بریا، د هېواد په شمالي ولایتونو کې د واورې د ښوېدو له امله د مړه شوو هېوادوالو په نامه کړه.
د افغان کرېکټ لوبډلې په داسې حال کې د کرېکټ په نړیوال جام کې خپله درېمه لوبه وکړه چې په افغانستان کې واورې ښوېدو ډېر مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
په پنجشیر او بدخشان ولایتونو کې، له درنو اورښتونو وروسته پر استوګن-سیمو واوره را وښوېده چې تر اوسه د څه باندې ۲۰۰ کسانو د مړینې رپوټونه ورکړل شوي دي.

د عکس سرچینه، EPA
د افغان کرېکټ ملي لوبډلې چې اوس په نیوزیلنډ کې خپلې بلې لوبې ته ځان چمتو کوي، نن سکاټلنډ ته په وروستي اوور کې ماتې ورکړه. دا د کرېکټ نړیوال جام اتلولۍ په تاریخ کې دافغانستان لومړنۍ بریا ده.
ولسمشر محمد اشرف غني د یوه ټیلفوني اړیکې له لارې، افغان لوبغاړو ته د لوبې د ګټلو مبارکي وویله او دغه بریا یې د ټول ولس لاس ته راوړنه وبلله.
دا د سکاټلنډ دریم ځل دی چې د نړیوالو اتلولیو په سیالیو کې برخه اخلي او په دې درېواړو سیالیو کې یې یوولس لوبې کړي چې یوه یې هم نه ده ګټلې.
افغانستان خپله بله لوبه، د چهارشنبې په ورځ، له کوربه هېواد اسټرالیا سره لري.








