کامرونی لوبغاړی د نندارچي ګوزار مړ کړ

د کامرون د فوټبال ملی لوبډلې لوبغاړی البرټ ایبوسي چې په الجزایر کې د یوې لوبې پر مهال د یوه نندارچي له خوا په تیږه ویشتل شوی و د ټپ له امله ومړ.
۲۴ کلن ایبوسي چې په سر لګېدلی و روغتون ته تر رسېدو سره سم یې ساه ورکړه.
دی د الجزایر د فوټبال لیګ لوبډلې جی- سي کبایلي ته لوبېده او د برید کرښې تکړه لوبغاړی یې و.
تېر ماښام د بلې سیالې لوبډلې يو- اېس- ايم الجر سره په لوبه کې له ماتې وروسته قهرېدلو نندارچیانو پر خپلو لوبغاړو د تيږو او بېلا بېلو توکو ګوزارونه پیل کړل.
لوبغالي نه د وتو پر وخت د همدې ګوزارونو له امله ښاغلی ایبوسي په سر ولګېد او ژور ټپي شو.
دی په بیړه روغتون ته یوړل شو خو ډاکټرانو له معاینې وروسته مړ وښود.
د الجزایر د کورنیو چارو وزیر په جدي او بیړني ډول د پیښې د پلټنې غږ کړی.
جی- سي کبایلي دغه لوبه ۲-۱ وبایلله او د دوی له خوا یوازینی ګول هم البرټ ایبوسي کړی و.
نوموړي تېر کال د الجزایر فوټبال لیګ په لوبو کې د خپلې لوبډلې تر ټولو ځلانده لوبغاړی و او په درست لوبیز کال کې یې ۱۷ ګولونه کړي وو.
د خواشینۍ پیغامونه
د سیالې لوبډلې يو- اېس- ايم الجر ادارې دا یوه ناوړه او زړه بوږنوونکې پېښه بللې.
دوی د ایبوسي پر مړینه ژوره خواشیني څرګنده کړې او دا یې د فوټبال لپاره یوه ضایع بللې.
جی- سي کبایلي هم د یوې وینا پاڼې له لارې د خپلې لوبډلې تر ټولو تکړه لوبغاړي پر مړینه خواشیني ښوولې او دا ډول پیښې یې د فوټبال لوبې د راتلونکې لپاره یوه لویه اندېښنه بللې.
دوی همداراز د نوموړي له کورنۍ سره هم خواخوږي څرګنده کړې.
د الجزایر د فوټبال لیګ مشر محفود کرباد د لوبې پر وخت لوبغالي کې وو.
نوموړي ویلي لا هم د شاک په حالت کې دی او دا پېښه یې ناوړه او حیرانوونکې بللې.

د عکس سرچینه، Getty
ښاغلي کرباد ویلي د ایبوسي مړینه د ملي فوټبال لپاره یوه غمجنه پېښه ده.
نوموړي یې د ده له کورنۍ سره د خواخوږي تر څنګ دا هم ویلي چې ایبوسي په ډیر کم وخت کې د خپلې ښې لوبې له امله د فوټبال د زرګونو مینه والو زړونه ګټلي وو.
د افریقا د فوټبال فدراسیون مشر عیسی حیاتوف دا پېښه په کلکو ټکو غندلې او د جدي پلټنې غوښتنه یې کړې ده.
نوموړي همداراز ویلي چې په راتلونکي کې باید د دا ډول پېښو د مخنیوي لپاره اړین ګامونه پورته شي.








