برازيل لوبه وګټله خو نيمار يې له لاسه ورکړ

د عکس سرچینه، AFP
د برازيل د فوټبال وتلی لوبغاړی نيمار له ټپي کېدو وروسته د برازيل د ۲۰۱۴ نړیوال جام سياليو کې هېڅ لوبه نه شي کولای.
نيمار له کولمبيا سره په منځلوبه کې ټپي شو. دغه لوبه برازيل ۲ـ۱ وګټله.
۲۲ کلن نيمار له کولمبيايي لوبغاړي جوان زونيګا سره له لګېدو وروسته پر ځمکه ولوېد او په تذکره (د لېږد وسيله) کې له ميدان نه بهر وويستل شو، چې وروسته روغتون ته ولېږدول شو.
د برازيل لوبډلې روزونکی فيلپ وايي: ''نيمار په تېرو دريو لوبو کې په نښه کېده او دا پېښه کېدونکې وه''.
د لوبډلې ډاکټر روډريګو لاسمر د برازيل يوه سپورتي چينل ته ويلي: ''بدبختانه چې نيمار اوس نه شي لوبېدلای. اوس د هغه د روغتيا لپاره د زيات ارام اړتيا ده''.
دی وايي د نيمار رغېدل ښايي څو اوونۍ وخت ونيسي.
تر دې وړاندې د لوبو په دويم پړاو کې له چيلي سره لوبه کې هم نيمار ټپي شوی و، خو ټپونه يې دومره ژور نه وو.
نيمار تر اوسه د برازيل لپاره په ټولو پنځو لوبو کې برخه اخيستې او څلور ګولونه يې کړې دي.
جرمني - فرانسه
د منځلوبې په يوه بله په زړه پورې لوبه کې جرمني بلې پياوړې لوبډلې فرانسې ته يو - صفر ماتې ورکړه او نيمه پایلوبې ته ووت.
په لومړۍ نيمايي کې د لوبې ايله ۱۲ دقيقې تېرې وې چې جرمني بريدګر لوبغاړي توپ د فرانسې د ګول مېلمه کړ او لوبډله يې مخکې کړه.
له دې ګول وروسته فرانسويانو د غچ اخيستو په لټه کې شول او څو ځله يې د جرمني پر ګول بريدونه وکړل، خو د جرمني ګول ساتونکي هغه لوبه وکړه چې جرمنيانو ترې غوښتله.
د لوبې له پيله د فوټبال کتونکو د جرمني لوبډله پر فرانسې پياوړې بلله، خو فرانسوي لوبغاړي تر جرمنيانو کم نه لوبېدل.








