د فوټبال د نړیوال جام دویم پړاو لوبې روانې دي

سویس هم ښه لوبه وکړه خو بریا د آرجنټاین په نصیب شوه

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، سویس هم ښه لوبه وکړه خو بریا د آرجنټاین په نصیب شوه

په برازیل کې د فوټبال د نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې د دویم پړاو لوبې روانې دي.

په نننۍ لوبه کې آرجنټاین وتوانېد چې سویس ته په یو / صفر ماتې ورکړي.

د آرجنټاین له خوا یوازینی ګول انجل دي ماریا د لوبې په وروستیو شېبو کې ترسره کړ.

پرون د دوشنبې په ورځ فرانسه وتوانېده چې نایجریا ته په دوه/صفر ماتې ورکړي.

په دویمه لوبه کې د جرمني او الجزایر ترمنځ سخته او په زړه پورې لوبه ترسره شوه.

خو پای کې جرمني وتوانېد چې دا لوبه دوه/ یو وګټي.

جرمني تر یوې سختې لوبې وروسته الجزایز ته په دوه / یو ماتې ورکړه

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، جرمني تر یوې سختې لوبې وروسته الجزایز ته په دوه / یو ماتې ورکړه

د دې لوبې بله په زړه پورې خبره دا وه چې د ځینو رسنیو په وینا، د الجزایر د لوبډلې یو شمېر لوبغاړو له سختې ګرمۍ سره سره روژه نیولې وه.

له دې بریاو سره فرانسې او جرمني هم کواټرفاینل پړاو ته لار ومونده.

د دویم پړاو وروستۍ لوبه به نن شپه د بلجیم او امریکا ترمنځ ترسره کېږي.

د کواټرفاینل لوبې به د جولای پر څلورمه نېټه پیلېږي. په دې پړاو کې ځیني پیاوړې لوبډلې له یو بل سره مخامخ دي.

د بېلګې په توګه د سویلي امریکا دوه تکړه لوبډلې برازیل او کولمبیا به له یو بل سره مخامخ وي.

همدا رنګه په اروپایي ټیمونو کې به جرمني او فرانسه د یو بل پر ضد میدان ته راووځي.

د هالنډ او کوسټا ریکا ترمنځ هم لوبه مهمه ده، ځکه چې دا دواړه لوبډلې په لومړي پړاو کې ښې ځلېدلي.