لویس سواریز وايي په خپلو کړو پښیمانه دی

د عکس سرچینه، Reuters
د یورګوای د فوټبال وتلي لوبغاړي لویس سواریز په یوې اعلامیې کې منلي چې ایټالوی لوبغاړی جوجیو چیلني د ده د غاښ لګولو له امله په عذاب شو او دی پر هغه څه چې رامنځ ته شول خپه او پښیمانه دی.
د لویس سورایز دا خبره له هغه عذر نه توپیر لري چې تېره اوونۍ یې د فوټبال د نړیوال فیدراسیون فیفا ډیسپلیني کمیټې ته په اعلامیه کې ویلي چې ده خپل کنترول بایللی و ځکه نو پر ایټالوي لوبغاړی ولوید چې په پایله کې یې د ده خپل غاښونه هم زیانمن شول.
پښیماني
اوس چې ده پښیماني څرګنده کړې اوازې خپرې شوې چې لویس سواریز هڅه کوي چې د فوټبال د مینه والو په نظر کې خپل خراب شوی انځور بیرته ښه کړي.
لویس سورایز له څلورو کلونو نه په کمه موده کې درې ځلې پر نورو لوبغاړو د لوبو پرمهال غاښونه لګولي چې وروستې پېښه یې د فوټبال د نړیوال جام د یوې سیالۍ پرمهال پر ایټالوي لوبغاړي د غاښ لګولو وه
که څه هم اوس نوموړي ژمنه کړې چې دغه کار به هیڅ کله بیا نه تکراروي خو بیا هم دا په شک کې ده چې د هغه بښنه به ومنل شي کنه؟




