ارجنټاين نايجريا او بوسنيا ايران ته ماتې ورکړه

د عکس سرچینه، AP
د برازيل د فوټبال نړیوال جام لوبو په لړ کې د چارشنبې پر ورځ ارجنټاين نايجريا ته او بوسنيا ايران ته ماتې ورکړه.
خو له ماتې سره سره د نايجريا لوبډله له ارجنټاين سره يو ځای د لوبو بل پړاو ته ولاړه.
خو بوسنيا چې ايران ته يې ماتې ورکړه، بيا هم دواړه هېوادونه د نړیوال جام له اتلوليو ووتل.
دا په دغو سياليو کې د بوسنيا لومړی بری و.
د نايجريا او ارجنټاين ترمنځ دا لوبه په بيرا ريو لوبغالي کې ترسره شوه چې د جنوبي امريکا د هېواد لوبډلې نايجريا ته ۳-۲ ماتې ورکړه.
د لوبې له پيله لوبه خورا چټکه او په زړه پورې وه. د لوبې د پيل ايله درې دقيقې وتلې وې چې د ارجنټاين بریدګر ليونل ميسي ګول وکړ او لوبډله يې مخکې کړه.
دا په دې نړیوال جام کې د نايجريا پر ضد لومړی ګول و.
د ارجنټاين له ګول نه يوه دقيقه لا تېره نه وه، چې د نايجريا بريدګر احمد موسی د خپل ګول غچ واخيست او لوبه يې برابره کړه.
په لومړنيو څلور دقيقو کې له دوو ګولونو وروسته لوبه نوره هم چټکه شوه او د ارجنټاين له لوري د نايجريا پر ګول څو بريدونه وشول، خو دا هڅې بريالۍ نه شوې.
د لومړۍ نيمايي په اضافي دقيقو کې ليونل ميسي هغه څه وکړل چې دی يې له امله مشهور دی.
ميسي د ډي له سيمې داسې يو شوټ د نايجريا پر ګول وروشاړه چې ګول ساتونکي ورته کتل او توپ ګول شو.
دا په دې نړیوال جام کې د ميسي څلورم ګول و او اوس نوموړی د برازيل له نيمار سره څنګ په څنګ د ډېر ګول وهونکو په کتار کې تر نورو مخکې دی.
د لومړۍ نيمايي په پاي ته رسېدو ارجنټاين مخکې و، خو د لوبې دويمه نيمايي هم د لومړۍ هغې په څېر خورا توده وه.
د لوبې له پيله دوه قيقې وروسته نايجريايي بريدګر احمد موسی د نايجريا لپاره بل ګول وکړ.
خو د لوبې په پنځوسمه دقيقه کې د ارجنټاين روزو د کارنر په توپ ګول وکړ او بيا له نايجريا مخکې شو.
نايجريا د لوبې تر پايه و نه شو کړای، چې د دريم ګول غچ واخلي او له همدې امله د ارجنټاين لوبډلې چې تر اوسه يې په دې جام کې ماتې نه ده خوړلې بل پړاو ته لار پيدا کړه.








