فوټبال: د اسپانیا او اسټرالیا لوبه

اسپانیا او اسټرالیا د فوټبال نړیوال جام له لوبو بهر شول.

د اسپانیا لوبډلې د ۲۰۱۰ کال نړیوالې اتلولۍ ګټلې وې خو دا ځل د ګروپ لوبو په مرحله کې له سیالیو بهر شوه. اسپانیا په ګروپ لوبو کې له هالنډ او چېلي ماته وخوړه.
د عکس تشریح، د اسپانیا لوبډلې د ۲۰۱۰ کال نړیوالې اتلولۍ ګټلې وې خو دا ځل د ګروپ لوبو په مرحله کې له سیالیو بهر شوه. اسپانیا په ګروپ لوبو کې له هالنډ او چېلي ماته وخوړه.
په دې اتلولیو کې د اسپانیا پر وړاندې یوازې دوه لوبو کې اوه ګولونه وشول. د دوی پر وړاندې دومره ګولونه د ۲۰۱۰ نړیوال جام او د ۲۰۰۸ او ۱۲ اروپایي جام ټولو لوبو کې هم نه و شوي.
د عکس تشریح، په دې اتلولیو کې د اسپانیا پر وړاندې یوازې دوه لوبو کې اوه ګولونه وشول. د دوی پر وړاندې دومره ګولونه د ۲۰۱۰ نړیوال جام او د ۲۰۰۸ او ۱۲ اروپایي جام ټولو لوبو کې هم نه و شوي.
د اسټرالیا لوبډله هم د ګروپ مرحلې په لوبو کې د نړیوال جام له اتلولیو بهر شوه. اسپانیا او اسټرالیا به اوس کډه په شا بېرته کور ته ستنېږي.
د عکس تشریح، د اسټرالیا لوبډله هم د ګروپ مرحلې په لوبو کې د نړیوال جام له اتلولیو بهر شوه. اسپانیا او اسټرالیا به اوس کډه په شا بېرته کور ته ستنېږي.
د لوبې په ۳۶مه دقیقه کې د انیسټا په توپ ډیویډ ویا ښکلی ګول وکړ. اسپانیا تر دې وړاندې په دوو لوبو کې خپل بریدګر لوبغاړی ویا نه و لوبولی.
د عکس تشریح، د لوبې په ۳۶مه دقیقه کې د انیسټا په توپ ډیویډ ویا ښکلی ګول وکړ. اسپانیا تر دې وړاندې په دوو لوبو کې خپل بریدګر لوبغاړی ویا نه و لوبولی.
دا ښایي د خپلې ملي لوبډلې لپاره د ډیویډ ویا وروستۍ لوبه وي. نوموړی کیدای شي له نړیوالو لوبو لاس په سر شي.
د عکس تشریح، دا ښایي د خپلې ملي لوبډلې لپاره د ډیویډ ویا وروستۍ لوبه وي. نوموړی کیدای شي له نړیوالو لوبو لاس په سر شي.
سرجیو راموس د لوبې په ۶۲مه دقیقه کې د اسټرالیا لوبغاړی وغورځاوه او له دې امله ورته لوبڅار ژیړ کارت (خبراداری) وښود.
د عکس تشریح، سرجیو راموس د لوبې په ۶۲مه دقیقه کې د اسټرالیا لوبغاړی وغورځاوه او له دې امله ورته لوبڅار ژیړ کارت (خبراداری) وښود.
د لوبې په ۶۹مه دقیقه کې یو وار بیا د انیسټا په توپ دا ځل ټوریس ګول وکړ.
د عکس تشریح، د لوبې په ۶۹مه دقیقه کې یو وار بیا د انیسټا په توپ دا ځل ټوریس ګول وکړ.
د اسټرالیا نندارچیان خپه خپه او غلي ناست دي. په دې لوبه کې د دوی لوبډلې هیڅ ګول ونه کړ.
د عکس تشریح، د اسټرالیا نندارچیان خپه خپه او غلي ناست دي. په دې لوبه کې د دوی لوبډلې هیڅ ګول ونه کړ.
د لوبې په وروستیو دقیقو کې ماټا درېیم ګول وکړ. ماټا د انګلستان غوره لیګ لوبډلې مانچسټر یونایټډ ته هم لوبه کوي.
د عکس تشریح، د لوبې په وروستیو دقیقو کې ماټا درېیم ګول وکړ. ماټا د انګلستان غوره لیګ لوبډلې مانچسټر یونایټډ ته هم لوبه کوي.