فوټبال: بارسلونا ریال مادريد ته ماتې ورکړه

د عکس سرچینه،
د اسپانوي فوتبال لیګ لالیګا د روان لوبیز کال د لوبو په ترڅ کې تېر ماښام بارسلونا، ریال مادرید ته ۴-۳ ماته ورکړه.
دغه لوبه د ریال مادرید په کور دننه د برن باو په لوبغالي کې ترسره شوه.
په لوبه کې د بارسلونا له لوري لیونل میسي تر ټولو ډېر، درې ګولونه وکړل او کریم بنزیما د ریال مادرید لپاره دوه ګولونه وکړل.
لوبه خورا په زړه پورې وه او تر پایه یې اټکل ګران وو چې کومه لوبډله به یې ګټي.
د لوبې لومړی ګول د بارسلونا اندرېس اېنییستا په اوومه دقيقه کې وکړ او د بارسلونا لوبډله یې مخته کړه.
د لوبې په ۳۱ مه دقیقه د ریال مادرید کریم بنزیما ګول وکړ او لوبه یې برابره کړه.
د لوبې لومړۍ نیمایي کې دواړو لوبډلو دوه، دوه ګولونه لرل.
د لوبې ۵۵ مه دقیقه کې کرستیانو رونالډو د ریال مادرید لپاره دریېم ګول وکړ.
خو د بارسلونا لیونل مېسي د ۱۰ دقیقو په ځنډ لوبه برابره کړه.
مېسي د لوبې په ۸۵ مه دقیقه کې خپل دریېم ګول وکړ او بارسلونا دغه لوبه د یوه ګول په توپير ۴-۳ وګټله.
اسپانوي فوتبال لوبو کې دا مهال اټلېټېکو مادرید ۷۰ نمرې لري او د ګولونو د ډېروالي په توپیر د نمرو جدول په سر کې ده.
ریال مادريد دوېم او بارسلونا د یوې نمرې په کمښت په دریېم نمبر کې دي.








