کرېکټ: سویلي افریقا نوي زیلانډ ته ماتې ورکړه

د عکس سرچینه، AP
د کر ېکټ شل اوریزو لوبو نړيوال کپ په ننۍ(دوشنبه مارچ ۲۴مه) لوبه کې سویلي افریقا نوي زیلانډ ته په دوه منډو ماتې ورکړه.
نوي زيلانډ ته د ګټلو لپاره ۱۷۱ منډې په کار وې.
نوي زیلانډ د لوبې پچه وګټله او سویلي افریقا ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.
په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۰ منډې وکړې او سیالې ډلې ته یې د ۱۷۱ منډو لوړ هدف وټاکه.
د سویلي افریقا په توپ وهونکو کې جی-پي ډومني ۸۶ او هاشم املا ۴۶ منډې وکړې.
ټېم ساودي او اېنډرسن دواړو دوه لوبغاړي وسوځول.
نوي زېلانډ د هدف په تعقیب کې لوبه ښه پیل کړه او د لومړیو دوو لوبغاړو تر منځ د ۵۷ منډو ملګرتیا وشوه.
د نوي زیلانډ په توپ وهونکو کې روز ټېلر تر نورو ډېرې یانې ۶۲ منډې وکړې، ویلیمسن هم نیمه سلیزه پوره کړه.
نوي زیلانډ ته په وروستي اوور کې د ۷ منډو اړتیا وه، خو ونه توانېد چې پوره یې کړي او په دې ډول دغه لوبه سویلي افریقا په دوه منډو وګټله.
د نن ورځې په دوېمه لوبه کې سريلانکا هالینډ ته په نهو وېکټو ماتې ورکړه.
د شل اوریز نړېوال جام په لومړي ګروپ کې سریلانکا څلور نمرې لري او د دې ګروپ په سر کې ده.
نوی زیلانډ او سویلي افریقا دواړه دوې نمرې لري.








