په بامیان کې د سکي سیالۍ

د څلورم ځل لپاره د افغانستان په بامیان ولایت کې لسګونه افغان او بهرني لوبغاړي د سکي لوبې لپاره راټولو شوي او د لومړي مقام ترلاسه کولو لپاره سیالي کوي.
د بامیان ولایت د لوړو غرونو په لمنو کې دا سیالۍ په دریو برخو کې ترسره کېږي.
له کابله سمیع الله موسی زی په خپل رپوټ کې وايي چې د سکي لوبې لسګونه لوبغاړي او په ګڼ شمېر کې مینه وال ټول شوي دي.
د سیالۍ افغان ګډون وال وايي له بهرنیو سیالانیانو یې د میدان ګټلو لپاره ښه خواري کړې.
دوی وايي امکانات یې کم خو د بریا ترلاسه کولو انګیزه یې لوړه ده.
په دې سیالۍ کې ۳۵ افغان نجونې او هلکان او ۲۰ بهرنیان برخه لري.
د دې سیالۍ یو تن تنظیموونکی ګل حسین بای زاده وايي د دې سیالیو ترشا د دوی هدف دا دی چې نورو ته د سولې پیغام ورسوي.
نوموړی وايي غواړي افغانستان نړیوالو ته د یوه سوله ییز هېواد په توګه ور وپیژني.
د بابا غره په لمنه کې چیرته چې سیالي تر سره کېږي، له یوه متره زیاته واوره پرته ده.
د سیالۍ ګډونوال له ۵۰۰ متره لوړ ځایه د وروستۍ کرښې پر لور خوځېږي.
د مسلکي لوبغاړو په برخه کې لومړی مقام افغان لوبغاړي علي شاه خپل کړ.
نوموړی له تېرو دریو کلونو راهیسې په دې سیالۍ کې برخه اخلي.
د سکي لوبې د وسایلو ترلاسه کول د افغانانو لپاره اسانه کار نه دی ځکه چې بیه یې لوړه ده.
خو د اغاخان بنسټ د بامیانو د توریزم له ټولنې سره د یادې سیالۍ د وسایلو مرسته کړې ده.
د بامیانو تنکیو ځوانانو هم په دې سیالیو کې برخه واخیسته.
د هغوی د سکي وسایل له لرګیو جوړ وو او د سیالۍ همدا برخه د لرګي د سکي په نوم نومول شوې وه.
افغانان له سکي لوبې سره چندانې بلد نه دي خو له لرګیو د جوړو وسایلو په کارولو د بامیانو تنکیو ځوانانو دا وښودله چې په دې برخه کې هم وړتیا لري خو که زمینه ورته برابره شي.








