د موټر ځغاستې پخوانی اتل مایکل شوماکر سخت ټپي شوی

د موټر ځغلولو لوبې پخوانی نړیوال اتل مایکل شوماکر د فرانسې په الپ غرونو کې د سکي لوبې پر مهال له ټپي کېدو وروسته په کړکېچن حالت کې په روغتون کې بستر شوی دی.
د ګرینوبل روغتون ډاکټرانو په یوې ویناپاڼې کې ویلي، دغه جرمنی لوبغاړی په کوما حالت کې روغتون ته وروړل شوی او جراح ډاکټرانو یې سمدستي د سر عملیات کړی دی.
د فرانسې یو مخکښ جراح ډاکټر چې د ښاغلي شوماکر ملګری هم دی، روغتون ته په الوتکه کې رسول شوی دی.
دغه موټر ځغلونکی له میریبل سره نږدې د سکي لوبې پر مهال غورځېدلی او سر یې له یوې تېږې سره په لګېدو سخت ژوبل شوی دی.
نوموړی د پېښې له ځایه په چورلکې کې روغتون ته رسول شوی دی.
روغتون کې د شوماکر طبي معاینات دوام لري، مېرمن او درې ماشومان یې هم هلته موجود دي.
د شوماکر ویاندې وویل:
' تاسې باید وپوهېږئ، چې موږ د هغه روغتیا په باب پرله پسې معلومات نه شو درکولای.'
د فرانسوي او جرمن رسنیو رپوټونو کې ویل شوی، چې تېره شپه د شوماکر دویم ځلې جراحي عملیات تر سره شول.
جرمن مجلې بولډ په رپوټ کې ویل شوي، چې د شوماکر روغتیايي حالت ډېر اندېښمنونکی شو، نو ډاکټرانو یې کپرۍ کې سوری جوړ کړ، چې پر دماغ یې فشار لږ شي.
شوماکر اووه ځله د موټر ځغاستې فارمولا ون نومي اتلولي ګټلې او پر دې سربېره یې د تېرو ۱۹ کلونو مودې کې د موټرځغاستې ۹۱ سیالۍ ګټلې دي.
نوموړي په ۲۰۰۶ کې تقاعد واخیست، خو په ۲۰۱۰ کې بېرته له مرسيډیز ګاډي سره لوبې ته ستون شو.
خو د دغې لوبې دریو موسمونو کې ایله یو ځلې وتوانېد، چې پوډیم ته ورسېږي او په ۲۰۱۰ کې یې بیا تقاعد واخیست.








