پاکستاني رسنیو ته د طالبانو ګواښ

پاکستاني طالبانو له کورنیو رسنیو د هندي لوبغاړي سچین ټنډولکر د نه ستایلو او د پاکستاني کریکټ کپتان مصباح الحق د ملاتړ غوښتنه کړې ده.
مصباح الحق دا مهال تر سختو نیوکو لاندې دی.
هندي کریکټ لوبغاړي ټنډولکر په روانه میاشت کې له ۲۴ کاله تجربې وروسته استعفا وکړه.
د پاکستاني طالبانو ویاند شاهد الله شاهد په یوه وېډیو کې له پاکستانیانو غوښتي چې پر خپل ملي والي ټينګ شي.
خبریالان وايي، طالبانو دا خبرې د هغوی د کړکېچن وضعیت پرمهال کړې دي.
د پاکستاني طالبانو تحریک مشر حکیم الله مسعود د روانې میاشتې لومړیو کې د امریکا بې پیلوټه الوتکې وواژه.
پاکستاني طالبانو ملا فضل الله خپل نوی مشر وټاکه.
همداشان، پاکستاني اورپکي تر فشار لاندې دي، چې له حکومت سره د سولې خبرو ته کښېني.

ښاغلی شاهد په وېډيو کې، چې ترڅنګ یې کلاشینکوف لرونکي دوه وسله وال دي، ویلي چې "هندی سپورتي لوبغاړی ټنډولکر د پاکستاني رسنیو له لوري ستایل شوی، چې ډېرو پاکستانیانو هم ستایلی دی. رسنیو د مصباح الحق د بې باورۍ لپاره هم رپوټونه ورکړي، خو که څه هم ټنډولکر تکړه لوبغاړی وي، باید ونه ستایل شي، ځکه چې هغه زموږ د هېواد د ګټو خلاف دی".
"ددې پرځای کې ټنډولکر وستايئ، باید د مصباح الحق ستاینه وکړئ، ځکه چې هغه یو ملي لوبغاړی دی، او پاکستانی دی".
خبریالان وايي، پر مصباح الحق په مکرر ډول د محافظه کارانه تکتیکونو له کبله نیوکې شوې، او په کریکټ کې د یوه برید کوونکي کپتان په بڼه فعالیت نه کوي.








