BBC News,
پښتو
مطلب ته ورشئ
برخې
کور پاڼه
ژوندۍ: ټلویزیوني خپرونې
افغانستان
پښتونخوا
نړۍ
ښځې
لوبې
ساینس او ټکنالوژي
هنر او ادب
راډیویي خپرونې
کور پاڼه
ژوندۍ: ټلویزیوني خپرونې
افغانستان
پښتونخوا
نړۍ
ښځې
لوبې
ساینس او ټکنالوژي
هنر او ادب
راډیویي خپرونې
د هندي کرېکټ لوبغاړي سچن ټنډولکر ژوند په انځورونو کې
دې لپاره چې انټرنېټ مو لږ مصرف شي، یوازې متن ولولئ
۱۹ تله ۱۳۹۲ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۱۳
د کرېکټ مشهور هندي لوبغاړي سچن ټنډولکر نومبر کې له کرېکټ لوبو نه د تقاعد اعلان کړی.
د عکس تشریح،
۲۰۰ ټیسټ کرېکټ لوبو کې له لوبېدو وروسته هندي لوبغاړي سچن ټنډولکر د تقاعد پرېکړه وکړه.
د عکس تشریح،
ټنډولکر ۱۶ کلن و، چې ۱۹۸۹ کال یې د پاکستان خلاف لومړۍ کرېکټ لوبه کې برخه واخیسته.
د عکس تشریح،
۱۹ کلنۍ کې سچن ټنډولکر د انګلستان خلاف لومړۍ سلیزه بشپړه کړه.
د عکس تشریح،
۱۹۹۸ کې ټنډولکر د کرېکټ غوره نړیوالو لوبغاړو په کتار کې شمېرل کېده.
د عکس تشریح،
۱۹۹۹ کال نړیوال جام کې ټنډولکر د لوبغاړي او کپتان په توګه خورا په زړه پورې رول درلود.
د عکس تشریح،
خو له هغه وروسته ټنډولکر د کپتان په توګه ډېر بریالی نه و، ځکه یې کپتاني پرېښوده.
د عکس تشریح،
ټنډولکر د کرېکټ لوبغاړي په توګه خورا بریالی وبلل شو او بې شمېره مینه وال یې وموندل.
د عکس تشریح،
ټنډولکر د اسټرالیا خلاف یو شمېر ریکارډونه په خپل نوم ثبت کړل.
د عکس تشریح،
سچن ټنډولکر ۲۰۰۸ کال کې ټیسټ لوبو کې تر ټولو ډېرو منډو جوړولو ریکارډ جوړ کړ.
د عکس تشریح،
۲۰۰۸ کال کې ټنډولکر د جنوبي افریقا خلاف لوبه کې دوې سلیزې جوړې کړې.
د عکس تشریح،
۲۰۱۱ کې د نړیوال جام له ګټلو وروسته هندي لوبډلې دغه جام سچن ټنډولکر ته اهدا کړ.
د عکس تشریح،
د ۲۰۱۲ په مارچ کې سچن ټنډولکر نړیوالو سیالیو کې د سلیزو سلیزه بشپړه کړه، چې تر اوسه دغه ویاړ د بل هېڅ لوبغاړي په برخه نه شو.
د عکس تشریح،
سچن ټنډولکر په ۱۹۸ ټیسټ میچونو کې ۵۱ سلیزې جوړې کړې دي.
You might also like:
news
|
sport
|
weather
|
worklife
|
travel
|
future
|
culture
|
world
|
business
|
technology