افغان ۱۹ کلن د اسیا ایلیټ جام د پای لوبې لور ته

افغان ۱۹ کلنو لوبغاړو هانګ کانګ لوبډله هم له مخې لیرې کړه. اسیا ایلیټ جام سیالیو کې د افغانستان ملي ۱۹ کلنو لوبډلې په خپله څلورمه لوبه کې هانګ کانګ ته په ۸ ویکټو ماتې ورکړه او د سیالیو نیمه پایلوبې ته یې لاره وموندله.
د لوبې پچه (ټاس) د هانګ کانګ لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې (بیټنګ) پرېکړه وکړه.
د هانګ کانګ لوبډلې په ۴۷.۲ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره افغان لوبغاړو ته د ۹۱ منډو هدف ورکړ. د افغانستان له لوري ظاهر شهزاد ۴، مسلم موسی او ناصر احمدزي دوه دوه لوبغاړي او سید شیرزاد ۱ لوبغاړی وسوځاوه.
د افغانستان ملي ۱۹ کلنې لوبډلې په ۲۰،۲ اورونو کې ورکړل شوی هدف پوره او لوبه یې په خپله ګټه پای ته ورسوله.
د افغانستان له لوري شاهدالله ۴۲ ناسوځیدلې او رحیم منګل ۳۵ منډې جوړې کړې. ظاهر شهزاد ته چې د مخالفې لوبډلې ۴ لوبغاړي یې سوځولي وو، د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ورکړل شوه.




