قزاق اولمپيک لوبغاړي د اس غوښه له کوره راوړي

د اس غوښه د قزاقانو په خوراکونو کې ځانگړى ځاى لري. د اس د وچې شوې غوښې څخه جوړ شوى ساسيج د قزاقان خورا خوښ خواړۀ دي چې دوى يې قازي بولي.
اوس د قزاقستان د لوبو چارواکي غواړي چې د لندن په اولمپيک لوبو کې د دوى ټول ١١٤ لوبغاړي له خپلو کورنيو خوړو پاتې نه دي.
د قزاقستان د لوبو يوۀ چارواکي علي سير کنگاتوف وويل دوى به خپلې هرې لوبډلې ته د اس غوښه له ځان سره وړي.
دى زياتوي که لوبغاړو ته سم خواړۀ ورسيږي خورا ښه لوبه کولى شي.
د قزاقستان په لوبغاړو کې ډېر سوک وهونکي، غېږ نيوونکي او وزن پورته کوونکي دي چې دا ټولې لوبې داسې خوراکونو ته اړتيا لري چې پورتين په کې ډېر وي.
خو د برتانيا او له لويه سره د اروپايي ټولنې په هېوادونو کې قوانين خورا سخت دي او نه پريږدي چې اوومه غوښه له بل ځايه ورته راشي.
دا لا معلومه نه ده چې قزاقان به د خپل هېواد د اس غوښه په لندن کې هم ومومي که نه.
که د اس غوښه ور ورسيږي او که ونه رسيږي بيا هم قزاق لوبغاړي په لندن اولمپيک لوبو کې د ځلېدا هيله لري.
قزاقستان په لومړي ځل په ١٩٩٦ کال کې په اولمپيک لوبو کې برخه واخيسته او د نهو سرو زرو مډالونو په گډون يې ٣٩ وگټل.
قزاق لوبغاړو له ولسمشر نورسلطان نظربايوف سره د ليدو پر وخت ويل چې د خپلو لويو سيالانو، روسي او چينايي لوبغاړو وينو ته تږي دي.
قزاقستان چې په تيلو شتمن هېواد دى خپلو لوبغاړو ته د اس له غوښو سربېره د نغدو پيسو ژمنه هم کوي.
که هر قزاق لوبغاړي د سرو زرو مډال وگاټۀ چارواکي ورته د دوه نيم سوه زرو امريکايي ډالرو ژمنه کوي د سپينو زرو گټونکى يو نيم سل زره او د ژيړو گټونکى به ٧٥ زره امريکايي ډالر ترلاسه کوي.








